فراه ښار کې طالبانو يوه پوسته او څلور عسکر ژوندي نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۳)

د فراه ولايت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې تيره شپه طالبانو د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ مربوط ګنج اباد، شيوان او ګراني سيمو کې پر دولتي پوستو بريدونه کړي چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبان وايي، بريدونه يې پر نوې جوړې شوې ولسوالۍ، قومندانۍ او ګڼو پوستو ترسره کړي چې په ترڅ کې يې شپږ عسکر وژل شوي چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پاتې دي.

دغه راز طالبان او ځايي باوري سرچينې وايي، چې طالبانو د فراه په ښار کې د معلم احمد شاه پوسته او د دغه پوستې څلور عسکر ژوندي نيولي او د هغوی وسلې يې له ځان سره وړي دي.

طالبانو ويلي، په ټوله جګړه کې يې يوولس ميله وسلې، مهمات او پوځي توکي هم نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ ړوند د کنسک سيمه کې پر هغو عسکرو ډزې وکړې چې د طالبانو د پلټنې پر پوستو ورغلي و چې په ترڅ کې يې پنځه تنه عسکر وژل شوي و.

په تيره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د جګړو بې ساري راپورونه ورکول شوي چې له کبله يې د دولتي سرتيرو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

د فراه د ولايتي شورا مرستيال خير محمد نوري وايي، د فراه په شمالي کمربند، د ريګي او تودنګ پوستې، د بالابلوک دوه پوځي مرکزونه او د خاک سفيد پوځي مرکز چې په تيرو پنځلس ورځو کې د طالبانو په لاس سقوط شوي نږدې دوه سوه د ملي اردو عسکر او پوليس وژل شوي او زخميان شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close