فراه: ګډوځواکونو د خلکو پر کورونو بمبارۍ او توپچي بریدونه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ۱۰)

 

د فراه له ولایت څخه راپورونه وایي چې افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډه د بالابلوک ولسوالۍ په ځینو سیمو کې پر ولسي میشت ځایونو بریدونه کړي.

سرچینې وایي؛ بریدونه د شیوان، ګنج آباد اوګراني سیمو کې شوي چې تول زیان یې ملک وګړو ته اوښتی.

بمبار

خلک وایي، د برید پرمهال په سیمه کې د طالبانو کوم تحرکات نه و، او دولتي ځواکونو لوموړی د دوی پر کورونو د ډیسي توپ بریدونه کړي، چې وروسته بیا امریکایي الوتکو بمبارۍ هم کړې.
د سرچینو په باور؛ په بریدونو کې ۳ کلیوال وګړي وژل شوي او څو کورونه په بشپړ ډول له منځه وړل شوي.
طالبا ویاند قاري یوسف احمدي پیښه یو جنایت بللی او زیاتوي چې ګډوځواکونو یواځې ولسي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوړلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګډحکومت مشر تیره ورځ خپل یو اړخیز اوربند د پای نیټه اعلان کړه اوخپلو ځواکونو ته یې د تهاجمي بریدونو د ترسره کولو امر وکړ.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې هم پر یادو سیمو دولتي ځواکونو بریدونه کړي و ، چې ولسي وګړو ته یې د سر او مال دروند زیان اړولی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close