فراه: ګډوځواکونو ۵ ولسي وګړي په مخامخ ډزو وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲)

له فراه ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې امریکایي او افغان ځواکونو ګڼ شمیر ولسي وګړي وژلي او خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي.

ځایي خلک وایي، څو ورځې کیږي چې افغان او امریکایي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې پړاو اچولی چې دشپې له خوا کلیوته را ښکته کیږي ، خلک زوروي او مالونه یې لوټ کوي او د ورځې بیا خپلو اړوند مرکزونو کې وي.
خبر زیاتوي د تیرو څو ورځو په ترڅ کې ۵ ولسي کسان په مخامخ ډزو وژل شوي ګڼ شمیر ټپیان او ځینې یې ژوندي له کليو بیول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د خبر پخلی کوي خو زیاتوي چې د امریکایي ملګرو په مرسته یې لسګونه طالبان وژلي او یو شمیر عراده جات یې سوځولي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې عملیاتو کې ۵موټر ۲ موټر سایکل، 38000 کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړې دي.
خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي دا ادعا رد کړې او ویلي یې دی چې ګډو ځواکونو د ولسي خلکو ۵ موټر او ۲ موټر سایکل سوځولي او طالبانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

باید وویل شي چې ګډو ځواکونو په وروستیو څو ورځو کې په ننګرهار،فراه،کاپیسا،پکتیا،میدان وردګو او یو شمیر نورو ولایتونو کې تر سلو ډیر ولسي وګړي وژلي او لسګونه یې ټپیان کړي چې حکومت او امریکایانو ورباندې هیڅ راز غبرګون نه دی ښوودلی.
د ویلو ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د حزب اسلامي مشر دا ډول وحشتونه غندلي او د پراخ ولسي پاڅون خبرداری یې ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close