فرمایشي او نمایشې څېرې/نعمان لطیف

ارواښاد جنرال صاحب رحمت الله صافي د ‘مسعود وپېژنئ’ کتاب په سریزه کې لیکلي دي《 په حقایقو سترګې پټول ستره ګناه ده او په ملي مسایلو کې ملي خیانت بلل کیږي، بس دی چې تر اوسه ړانده او کاڼه پاتې شو …….》زموږ تېره دڅلورو لسیزو کیسه دماضي په ګردونو کې ورک شوی داستان نه دی، بلکې په هر کور او کلي کې دپېښو لسګونه عیني شاهدان شته دی

درځئ په ملي مسایلو کې له ګوند پالنې، ځان غولونې، عقدې او کینې ورهاخوا منصفانه عدالت وکړو، تر څو له ګناه او ملي خیانت ځان وژغورو.

دلته چې اوس د امریکایي اشغال تر چتر لاندې لسګونه ګوندونه په واک کې دي او د هر ګوند تر شاه مضبوط خارجي اقا او مولا ولاړ دی، طبعي ده چې له تېرو بدو کړنو او تاریخي خجالتونو دځان ژغورلو لپاره به ټوله انرژي مصرفوي، ترڅو دسبا له عار او ولسي محکمې خوندي پاته شي او هم په دیموکراتیک نظام کې ولسي رایه پیدا کړي.

دوی هر یو به کوښښ کوي له ځانونو سپین بازان او له مقابل لوري تور قارغان جوړ کړي، دخپلو غلاوو، خیانتونو، ټول وژنو لیستونه به پټ کړي، یا به یې د آقا او مولا سره د کوم سازش په مټ تورې اېرې کړې خو ملت باید ددوی خیانتونه او جرائم له یاده ونه باسي، لاس پر لاس او نسل در نسل یې شریک کړي. پرېنږدي چې له امریکایي اشغال په استفاده دخپل بام واورې دبل په بام ورواچوي او ځانونه سپین بازان کړي.

هغه څوک چې ددې ملت اتباع یې په ډله ئیزه توګه وژلي دي، ژوندي یې دبلدوزرو لاندې کړي دي، په یؤه ورځ یې سلګونه هېوادوال په شهادت رسولي دي، دملت معادن یې قاچاق او غلا کړي دی، ددې یو موټی هېواد دتجزئې ناوړه هڅې یې کړې دي، په تېر او اوس کې یې د واک د حصول لپاره دیرغلګرو قواؤ سره، دملي منافعو په خلاف مختلفو پروټوکولونو لاسلیکونه کړي دي، او د واک حرص د زرګونه افغانانو وژلو ته تړلي دي؛ باید پرېنښودل شي چې له امریکایي اشغال په استفاده ځانونه دتاریخ پاڼو کې سپین بازان ثبت کړي.

دا هېواد داسې نوم ورکي اتلان لري چې په کارنامو یې مسلمان او ویښ ملیتونه ویاړي مګر دنمایشي او فرمایشي اتلانو د جشنونو په ګرم بازار کې کې دهغوی په مېړانو د ګردونو اچولو کوښښ کیږي

دلته دهغه غل کیسه روانه ده چې غلا یې کړې ؤه، غل مخکې او خلک ورپسې، غل هم نارې وهي چې غل درغی را ویې نیسئ او پسې په منډه خلک هم نارې وهي چې غل درغی را ویې نیسئ

افغان ملت باید ویښ او متوجې واوسي او د امریکایي اشغال تر چتر لاندې فعالې رسنۍ یې ذهنیتونو دومره ګډوډ نه کړي چې غل او مل ترې خطا کړي

ددې ملت دمعنویاتو غله، د فرهنګ غله، د معادِنو غله، دسرونو او کدرونو غله او په ټوله کې ددې ملت له سخاوت ناوړه مستفدین( هغه چې د روسانو ملاتړ یې وکړ او د روسانو دخوشالؤلو لپاره یې د دې ولس وینې وبهولې او دروسانو له ماتې وروسته افغان ولس وبښل) پرېنږدي چې آئنده نسل ګمراه کړي

دوی باید دتاریخ پاڼو ته په خپل اصیل شکل وسپارل شي او آئنده نسل ته داسې وښودل شي چې ددوی په نوم اورېدلو فخر نه، بلکې عار پکار دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close