فرهنګي ډګر او د امارت کسالت/یوه ګیله

جواد څارگر

خبرې ډېرې او سر یې یو، او بله دا چې خبرې له خبرو زېږي، مګر د ځینو خبرو پر اړه زه د اسلامي امارت دریځ ته تعجب وړی یم.

یوویشتمه پېړۍ د ټېکنالوژۍ پېر دی، نړۍ لګیا ده له دې ټېکنالوژۍ ممکنه ګټې پورته کوي او پر همدې ټېکنالوژۍ خپل فکري او عقیدوي مخالفین ټکوي او د جلب ـ جذب لپاره له خواله رسنیو خورا زیات کار اخلي.

دمګړۍ خواله رسنۍ د فکري ویښتابه او فکري انحراف مهمه وسیله ګرځېدلې او باله شي. د نړۍ ګرده وګړي او ګوندونه لګیا دي دخواله رسنیو له لارې خپل مخالفین ټکوي او موافقین زیاتوي او نازوي، مګر اسلامي امارت په دې ډګر کې تر بل هر چا وروسته پاته دی، ان د یو ووړ ګوند هومره فرهنګي فعالیت هم نلري.

اسلامي امارت دوه رسمي ویاندویان لري، ددې دوو څخه یې تر دې دمه فقط یو ویاند په ټوېټر کې ادرس لري، او پر فیسبوک یواځې یوه پاڼه الاماره د طالبانو رسمي نمائندګي کوي.

په دې وروستیو څو کلونو کې یو تعداد پُر جوشه او خدای رضایي طالبانو خواله رسنیو ته لاس رسی موندلی او ښه په درز لګیا دي د افکارو اصلاح کوي او پر طالبانو لګېدلې او لګېدونکي بېځایه تهمتونه او تورونه ځوابوي، ترڅنګ یې یو څو بې پرې سایټونه لکه ‘کابل ټکی کام’ نن ټکی اسیا’ عزم’ ژمن’ او…او فیسبوک پاڼې هم شته چې د ژورنالېزم اصلي روح ته پر پام او ژمنتیا، راڼه او کره حقایق د ولس غوږونو ته رسوي.

که څه هم انځورېزې رسنۍ لا تر دې دمه د طالب مشرتابه کې مختلف فیهِ دي، مګر دغږئېزو رسنیو پر اړه چې هیڅ اختلاف نشته دی، بیا هم له لا پرواهۍ او یا کسالت څخه کار اخیستل کېږي او د پرمختګ هیڅ څرک نه تر سترګو کېږي.

د چاپي رسنیو په برخه کې د امارت څرک او شهامت میاشتنۍ مجلې په مطبعو کې چینجیو ووهلې مګر د چا تر لاسونو ونه رسېدلې.

آخر تر کومه دومره بېغوري؟ څه ته انتظار دی؟ د کومې معجزې او خارق العاده کار هیله لرو؟

پنځلس کاله مو د پنجاب پالنې ټاپې پر اوږو بار وې او اوس د روس او ایران پالنې ټاپې ګرځوو؛ سیکولران چې د غرب له سمڅو راووتل، د دوه پنځوس ډوله الوتکو پر مټ په هیوادوالو تحمیل کړی شول او تر دې دمه د غرب په اخورونو تړلي ولاړ دي، موږ ته په ډېره سپین سترګۍ د غلامۍ پېغورونه راکوي.

ددوی غلامي او وحشت له وطنوالو رسنیو پټ کړی او د امارت خپلواک او پُر امن دریځ یې غلامانه او وحشتناک ګرځولای.

اسلامي امارت له تېرو لسو کلونو راهیسې په کلیوالو ساحو تسلط لري، کلیوال یې له نږدې ګوري ـ ویني چې جنګیالي یې څوک دي او اکمال یې له کومه کېږي، وسلې یې کوم ډول دي او له راکټ ـ پېکا پرته بل څه نلري، مګر بیا هم د ډېری وګړو په اذهانو رسنیو دومره کار کړی، چې دعین الیقین پر ځای په علم الیقین باور کوي اوهماغه مني کوم څه چې رسنۍ ورته پېچکارۍ کوي.

داعشي ډله چې په افغانستان کې یې کال کېږي، د رادیو له لارې څلېریشت ساعته خپرونې لري، مګر اسلامي امارت مازې په انټرنټ کې د رادیو له لارې، تش خبرونه نشروي، نه فکري برنامې لري او نه ولس ته کوم د ډاډګېرنې پیغام او انعام.

خبره داده چې وروستی پړاو دی، کُفار مات دي او مؤمنان بریا ته نږدې دي.

د مسلح مقاومت ترڅنګ د فکري ویښتابه لپاره دې فرهنګي څانګه باید خورا فعاله وساتل شي، طالب دې یو ګوند نه؛ بلکې یو فکر وګرځول شي، تنها تر ټک او ټوپک دې منحصر نشي، او په ټوله کې د طالب فکر باید داسې عالمګیر شي لکه څنګه چې د اخوان فکر عالمګیر دی، که داسې ونه شي څنګه چې د طالب له اوږې ټوپک کوز شو د طالب فکر ختم دی او طالب به د ماضي کیسه شي.

عمرالمختار لسګونه کلونه وړاندې په لیبیا کې تېر شوی و، مګر کله چې په لیبیا کې د معمرالقذافي پر ضد پاڅونونه لېږ ټکني کېږي، پاڅونیان د عمرالمختار لمسي د ځان سره کوي او بیا یې له رسنیو سره غږوي، دوی پوهېدل چې عمرالمختار یو فرد نه و بلکې یو فکر و، داسې فکر چې تر ننه یې زیات مینه وال موندل کېږي.

مهمه داده چې فکر وغځول شي، فکر خپور کړای شي او نړۍ ته وښودل شي چې موږ وحشت نه خپروو، موږ له ځانه سره یوه قوي مفکوره لرو، هوا نه ګزوو، او د همدغې مفکورې پر مټ نړۍ ته امن او سوکالي غواړو او دا هر څه له رسنیو پرته ممکن نه دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

1 thought on “فرهنګي ډګر او د امارت کسالت/یوه ګیله”

  1. صاحبه ګپي شپي خو د هرچا زده دي ، هرڅوک وایی باید داسی وشي او باید داسی وشي ، مګر پښتانه وایی د جنګ کیسې خوږي وي ، هرڅوک یې کولای شي خو ساعت یې تریخ وي ، یو د نر بچی به ورمیدان ته کیږي .
    نو له ګرمو کوټو څخه هوایی فلسفې مه بیانوئ ، پر ګوته کشمیر مه جوړوئ .
    که مو په وس څه پوره وي دا یی ګز دا یې میدان . ته را وړاندي شه .
    چې دا څونه کار اوسني فرهنګي ملګري کوي . د هغه اتیایمه برخه دي ستا غوندي طراحان ترسره کړي .
    ګلبدین هم شپه و ورځ لګیاوي له ځانه پرته ټولي نړۍ ته داسی طرحې وړاندي کوي چې هیڅ جنبه یې د عملي کیدلو نه وي . نو مهرباني وکړئ له ځانه ګلبدینیان مه جوړوئ .
    اوکی تینک یو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close