فسبوک په مسنجر کې د پيغام ختمولو اپشن زيات کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۱)

فسبوک په مسنجر کې د ليږل شوي پيغام د بيرته ختمولو (ډلټ) کولو آپشن زيات کړ.

دا مهال که څوک په غلطۍ يا قهر له کبله غير اخلاقي پيغام چاته ولېږي نو د خفګان خبره نه ده ځکه چې اوس کولای شۍ یوازې په لس منټه کې دننه دغه پيغام ختم کړۍ.

د پيغام ختمولو پر مهال مو بايد دې ته ځانګړی پام وي چې لېږل شوی پيغام بايد په لس منټه کې ختم شي او که لس منټه زيات وخت پرې تير شي بيا نه ختمېږي.

مثال: که تاسې چاته داسې پيغام وليږه چې بيرته يې ختمول غواړئ نو لومړۍ لېږل شوي پيغام ته زور ورکړئ (کلک وکړۍ) له کلک کولو سره ستاسې مخې ته دوه اپشنې رازي په يوه کې ليکي وي (تاسې غواړې چې پیغام مو ټولو خواوو ته ختم شي) په دوهم کې ليکلي (ستاسې پيغام یوازې ستاسې نه ختمېږي) که تاسې پر هريو کلک وکړۍ نو پيغام هم له ځان او هم ليږل شوي کس نه ختمېدلی شي.

یادونه: مخکې فسبوک مسنجر کې دغه اسانتيا نه وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close