فصاحت څه ته وایي؟

عزیر اسدخیل

د فصاحت لغوي معنی:
فصاحت، د عربي ژبې کلمه ده او مصدر دى. ماضي يې ( فَصُحَ ) او مضارع يې ( يَفصحُ) راځي . په لغت کې څرګندوالي، وضاحت او ښکاره کېدوته ويل کېږي.
فصاحت لرونکي سړي ته فصيح ويل کېږي. مذکر جمع يې فُصحاء، فصاح او فُصُحْ ده او مؤنث يې فصيحة دى، مؤنث جمع يې فِصاح او فصائح ده، فصاحت د شخص، ژبې او خبرې درې واړو صفت کېداى شي.
لکه: فصيح سړى، فصيحه ښځه، فصيحه ژبه او فصيح کلام يا فصيحه خبره او وينا. په کومه ورځ چې اسمان شين وي او څه ورېځ او ګرد نه وي، نو هغې ته يوم فصيح او يوم فُصح ويل کېږي .
د لنګې ورږه چې کله ختم شي او خالص شېدې شي، نو عرب وايي: (ٲفصح اللبن) شېدې خالص (نږه) او څرګندې شوې. همدارنګه کله چې له شېدو څخه زګ لېرې شي، نو وايې: (فَصُحَ اللبن) . او مُفصح او فصيح هم ورته ويل کېږي . مېږه، اوزه يا اوښه چې کله لنګه شي، ورږه يې ختم شي او خالص شېدې پيل شي، نو وايي: (اَفْصَحَتِ الشاةُ) يا (فصحت الناقة) . عرب وايي: (افصح الصبح) سبا څرګندشو، هر شى چې څرګند، واضح اوخالص وي هغه ته فصيح ويل کېږي.

د فصاحت اصطلاحي معنی:

فصاحت په کلمه، کلام او متکلم درې واړو کې راځي، چې د هر يو په پېژندلو سره يې اصطلاحي معنی څرګندېږي .

لومړی: په کلمه (مفرد) کې فصاحت

په مفرد يا کلمه کې فصاحت دادى، چې غږونه يا توري يې له درې عيبونو څخه خالي وي :

( الف ): تنافر .
( ب ): غرابت .
( ج ): د قياس مخالفت .

۱تنافر
تنافرپه لغت کې کرکې ته ويل کېږي. اوپه اصطلاح کې داسې کړکېچنو غږونو ته ويل کېږي، چې په ژبه سخت او درانده وي او په غوږونو هم درانده لګېږي .

 لکه :
ګروه مې هغه لرغونى دى
اوس هم کروړ په لرغونه يم

پـــــــورانــــــــى د ښـــــمــــــن چــــــــې وايـــــــي
زه لــــــــه ګـــــــــــروهـــــــــه پــــــــه آړه يـــــــــم
پټه خرانه: 72-74

٢- غرابت

غرابت په لغت کې نا اشناتوب، نابلدۍ اومسافرۍ ته ويل کېږي. په اصطلاح کې داسې نااشنا، وحشي، نامانوسو او نامالوفو کلمو او الفاظو ته ويل کېږي، چې يا ډېرې معناوې ولري او يوې خوا ته هم څه قرينه او نخښه نه وي او يا لغوي پلټنې ته پکې اړتيا پېښېږي . لکه :
چې له برمه يې زمري رپي ځنګلو کې
لـه اوکــو بـه يــې ډاري تـيـرو جــبـار
پټه خزانه: ٤.

٣- د قياس (پرتلې) مخالفت

دقياس مخالفت دې ته ويل کېږي، چې د ژبې له قانون او ژبدوده خلاف وي اودژبې په نورو بنسټونو نه پرتله کېږي .
لکه :
لاړه ځواني لاړه د ځوانۍ په هوسونو کې
حال د زړه به وايمه ساړه ساړه آهونو کې
سپينې خبرې: ٧٤.

دلته ( ساړه ساړه )که دآهونو صفت وي نوسړوسړوپه کار ؤ اودبل شي صفت هم سم نه راځي.

دويم: په کلام کې فصاحت

په کلام ياجملې کې فصاحت دادى، چې له څلورو عيبونو څخه خالي وي :
(الف ) : د ترکيب ضعف .
( ب ) : د کلمو تنافُر .
( ج ) : تعقيد .
( د ) : د تکرار او اضافتونو زياتوالى .

١- د ترکيب ضعف

د ترکيب ضعف دادى، چې دژبې له صرفي اونحوي بنسټونوڅخه مخالف وي .
لکه :
دا قطعه به مطوله وه حنانه
د اشناى له غمه نه يم زه اوزګاره
د مرزا عبدالحنان بارکزي دېوان: ٢٣٠.

دلته ميرزا عبدالحنان مذکر دى او (اوزګاره) د مؤنث لپاره راځي، نو ترکيب ناسم دى .يا لکه دا نثر: راغى احمد رايې وړ کتاب . داپه شعر او ځينو ځانګړيو ترکيبونو کې سم دى؛ خو په عامه محاوره کې ناسم دى او سم يې داسې دى :
احمد راغى، کتاب يې راوړ. ځکه چې په پښتوکې فاعل مخکې اوفعل وروسته وي، نو (احمد) فاعل او (راغی) فعل دی.همدارنګه په پښتوکې مفعول مخکې اوفعل وروسته وي، نو (کتاب) مفعول دی، (يې) ضميراو (راوړ) فعل دی .

٢ – د کلمو تنافر

د کلموتنافرد هغو کلمو استعمال دى، چې په ژبه سختې او درنې وي او په غوږونو هم درنې لګېږي .
لکه :
دايې تور داسې دروهوي
زه مـــؤمـــن ســـتـــاســـي پــــه تـــلـــــه يــــــم
پټه خزانه: ٧٤.

٣- تعقيد

تعقيد په لغت کې غوټه کولوته ويل کېږي اوپه اصطلاح کې په خبرو کې داسې پېچلتيا او غوټې ته ويل کېږي، چې معنی يې څرګنده نه وي او زياتې پلټنې ته پکې اړتيا پېښېږي .
لکه :
په ويرژلو لورنه کړې په زړه کراړ يه
پرنتليو اوروې د غم ناتار

هغه غور په وېر ناتار د واکمن کښېوست
هــغـه غــور شـو د جــانــدم غــونـدې ســــورار
پټه خزانه: ٤٢.

٤ – تکرار او د اضافتونو زياتوالى

کله چې په کومې خبرې کې دالفاظو بې ځايه تکرار او ډېر اضافتونه وي؛ داعيب دی اوداکلام فصيح نه ګڼل کېږي . بې ځايه تکرار خوهرڅوک پېژني؛ د مثال راوړلو ته يې اړتيا نشته. اود ډېرو اضافتونو راوړلو بېلګه دالاندې عبارت دی :
(د افغانستان دکابل پوهنتون د طب پوهنځي دمحصلينو دکلنۍ ازموينې دوروسته کېدو له کبله دنوې نېټې دټاکلو دپخواني هيئت دبې غورۍ دناوړه پايلو د اندېښنو دله منځه وړلو لپاره نوی هيئت و ټآکل شو).
په دې عبارت کې دډېرو اضافتونو راوړلو خبره بې خونده کړې ده، نوځکه داعبارت فصيح نه ګڼل کېږي . همدا خبره په لږو اضافتونو اولنډو جملو راوړلو هم کېدی شي .
داډول جملې اوعبارتونه مونږ په رسنيوکې ډېر اورو او لولو.

دريم: په متکلم (وينا کوونکي) کې فصاحت

په متکلم کې فصاحت دا دى، چې داسې ځواک او ملکه ولري، چې د خپل مقصود څرګند تعبير پرې وکړاى شي. د دې مثال په ليکلو کې نه راځي بلکه له اورېدلو پورې اړه لري. لکه متکلم تـڼـتـڼى نه وي، بندبند نه کېږي او څرګنده روانه او بې تکلفه وينا وکړاى شي.
دا له اورېدلو پورې اړه لري، په ليکلو کې نه راځي. فصاحت د ژبې له تلفظ سره تعلق لري، چې په کلمه، کلام او متکلم درې واړو کې مخکې څرګند شو.
د بيان او معانيو په کتابونو کې د فصاحت په تعريف کې د نورو شرطونو په ترڅ کې د تنافر الحروف او تنافرالکلمات د نشتوالي شرط هم لګېدلى دى او بـيا يې معنی داسې کوي، چې په ژبه سخت او درانده توري او الفاظ پکې نه وي . لکه مخکې مو چې وويل. ځينو صاحبانو له تنافر نه د نظافت او اخلاقو کرکه اخيستې او مثال کې يې د خوشحال خټک دا بيت راوړى چې:
لږ خوراک تنکۍ کولمې بويه د ښځې
نر هغه چې ډېر خوراک کا ډېرې خړې

يا يې د عبدالرحمن بابا دا بيت راوړى:
چې هنر ګڼي ياري د زوره ورو
زه عبدالرحمان کومه بول په داهنر

لکن داسمه نه ده، په دې دواړو بيتونو کې هيڅ تنافر نشته، ځکه چې له تنافر نه مقصد لغوي تنافر او کرکه ده، نظافتي او اخلاقي تنافر مطلب نه دى (خړې) او (بول) اګر چې د نظافت په لحاظ د کرکې وړ الفاظ دي؛ خو لغوي تنافر نه لري او د فصاحت خلاف نه دي، ځکه چې روان، په ژبه اسان او مفهوم يې څرګند دى .کله کله يو شى ناولى او د کرکې وړ وي او ډېر لاندې او بې کاره وي؛ خو لغوي تنافر نه لري او يو بل شى به ډېر معزز، اوچت او شريف وي؛ خو نسبي تنافر به لري. لکه : (خر او پړانـګ) د خر کلمه نسبت پړانـګ ته افصحه ده، ځکه چې په ژبه ډېره اسانه او روانه ده او نسبت خر ته د پړانـګ کلمه په ژبه سخته ده. اګر چې د نظافت اوشرافت په لحاظ خر له پړانـګ سره نه پرتله کېږي او پړانـګ پرې ښه ګڼل ګېږي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close