فضل الله ووژل شو؛ خو سوله بیا هم رانغله!/ خالد روان

د تېر اختر اوربند ثابته کړه، چې طالبان خپلواک دي. هغه اوازې هم بې‌ځایه شوي چې حکومت په افغانستان کې د شلو وسله‌والو ډلو د شته‌والي خبرې کولې؛ خو په تېر اوربند کې یوازې په ننگرهار کې دوې امنیتي پېښې وشوې، چې مسوولیت هم یې د امریکا قراردادي کمپنۍ «داعش» ومانه او ارگ تر نننه هم د غمرازۍ یوه اوښکه تویه نه کړه. ارگ بیا د ملت په سترگو کې په رڼا ورځ خاورې وشېندلې او د داعش دغه جنایت هم وزغمه.

زه په یقین سره درته وایم. که د ننگرهار طالبانو ته دوې ورځې موکه ورکړل شي؛ نو د داعش بېخ او بنیاد به اوباسي؛ خو د داعش او طالبانو په جگړه کې هر ځل امریکا هوايي او افغان ځواکونو ځمکني بریدونه کړي دي، چې طالبان یې په لوی لاس داعشیانو ورته کمزوري کړي دي او داعش ته یې د مخته تگ زمینه برابره کړې ده.

لا هم سر وخت دی. د داعش ټغر له نورو ولایتونو ژر ټول شو او اوس یې رېښې یوازې په ننگرهار کې پاتې دي. په داسې وخت کې د داعش د له منځه وړلو ښه موکه ده؛ ځکه په ننگرهار کې یې سیمې معلومې دي او لوړ پوړو چارواکیو ته یې مشران او جنگیالي هم ورمعلوم دي.

دوې اوونۍ وړاندې د ننگرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د طالبانو هغه خط بمبار شو، چې زاوې، وزیرو او د خوږیاڼیو نورو سیمو ته یې د داعش د پرمختگ مخه نیوله. له دې وړاندې په خوږیاڼیو کې د طالبانو هغه خطونه له منځه یوړل شو، چې له میاشتو ـ میاشتو راهیسې له داعش سره مخامخ جگړه کوله.

حکومت د سولې په برخه کې امتیازات نورو ته ورکوي. د اوربند په لومړۍ ورځ افغان حکومت د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د وژل کېدو خبر ورکړ. حکومت اوس هم په دې یقین دی، چې د افغان سولې کیلي له پاکستان سره ده او که پاکستان وغواړي نو په افغانستان کې په یوه «ثانیه» کې سوله راوستلی شي.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزیر ویس برمک، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د ملي امنیت شورا مشر محمد حنیف اتمر بیا پاکستان ته ولاړل. افغان حکومت په وچ زور د طالبانو د اوربند امتیاز پاکستان ته ورکړ او کېدای شي په دغه سفر کې دغه درې واړه ښاغلي له پاکستانه مننه هم وکړي.

حکومت دې خپل فکر طالبانو ته نه کوي، چې د امریکا په اشاره افغانان وژني. که طالبان په رښتیا د چا د اسارت لاندې وای او په ډلو ـ ډلو وېشل شوی وای؛ نو تېر اوربند به طالبانو هېڅکله نه وای کړی. ځکه دغه وخت د کابل ـ اسلام اباد اړیکې تر بل هر وخت ترینگلې دي. د طالبانو لیکې د حکومت په پرتله سل په سلو کې پاکې دي او د خپل مشر اطاعت ورته واجب دی. درې ورځې یې له جگړې کولو منعه کړل؛ خو کله چې امر ورته وشو، نو بېرته یې ټوپکې راواخیستې او سنگرونو ته وروگرځېدل.

دغه حالت باید حکومت درک کړي. د افغان سولې امتیاز د هېچا نه دی. سوله د افغانانو اړتیا ده او د تېر جهاد په شان دې دغه امتیاز بیا نه امریکا، نه پاکستان او نه کوم بل گاونډی اخلي. که دلته خلک جگړه کوي، نو د امریکا حضور نه غواړي، نو بل گاونډي ته به بیا څنگه بلنه ورکړي، چې راشي او افغانستان دې بیا اشغال کړي.

حکومت او امریکا دې نور له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي. د امریکا، ناټو او د افغان جگړې نور تمویل کوونکي هېوادونه باید دغه فرصت له لاسه ورنه کړي. امریکا دې د خپلو پوځیانو وتلو نېټه اعلان کړي او حکومت دې هم کرار ـ کرار د طالبانو شرطونه عملي کړي. د سولې د راتگ له دې بله ښه لاره نه‌شته.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close