فضل الهادي مسلمیار: د کندز والي او لوړپوړي چارواکي باید په فوځي محکمه کې درنه سزا وویني.

 کابل ټکی کام ۷ میزان ۱۳۹۴

د  مشرانو جرګې مشر او يو شمېر غړي، د کندز د سقوط مسؤلین ولايتي چارواکي ګڼي او وايي چې د کندوز والي او امنيتي چارواکو ته دې د مرګ سزا ورکړل شي.

تېره ورځ طالبانو د کندوز ښار ډېرې برخې  ونيولې، ډېرې وسلې او مهمات او نقدې پیسې يې تر لاسه کړې او اوس هم ښار د هغوى په لاس کې دی.

حکومتي چارواکي وايي چې د کندوز ښار د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي، محبس او امنيه قومانداني يې بېرته نيولي دي، خو طالبان د حکومت دغه ادعاوې ردوي او وایې چې په کندز کې حالت نورمال دی او طالبان مخ پر وړاندې روان دي.

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې چې څه د پاسه ۲۰ تنه په کې حاضر وو، د کندوز پر ولايتي چارواکو سختې نيوکې وکړې.

د مشرانو جرګې یو غړي شېرمحمد اخوندزاده وويل چې طالبانو ته د کندز ښار د يوې معاملې له مخې ورسپارل شوى دى.

نوموړی وایي، وسله والو طالبانو په کندوز ښار کې د وسلو يو شمېر ډېپوګانې، ټانکونه او رېنجر موټر نيولي او بانکونه، د سرو زرو هټۍ او د حکومت سرمایه یې نیولې ده، چې مسؤلیت یې د لوړپوړو چارواکو په غاړه دی.

نوموړی وایي چې د کندز د لاسه ورکولو په برخه کې د کندوز والي، امنيه قوماندان، د امنيت رييس او په کندوز کې د ملي اردو د لوا قوماندان مسؤلین دي او دوی ناروا غفلت کړی دی، او دوی یې ملي خاينان وبلل او هغه زیاته کړه چې دغه کسان بايد اعدام شي.

د جرګې یو بل غړی فيصل سميع هم حکومت وټکاوه او هغه يې ناکام وباله او زیاته يې کړه چې د کندوز پېښې وښوده چې حکومت نه شي کولاى د تېرو ١٣ کلونو لاسته راوړنې وساتي، او همداشان طالبانو وښوده چې دوی قدرتمند دي او دوی هر وخت کولای شي چې ولایتونه او ښارونه ونیسي.

یو بل غړي افضل شامل بیا زیاتوي، چې د  مشرانو جرګې يو شمېر غړيو دوه مياشتې مخکې له کندوز څخه ليدنه وکړه او حکومت ته يې وويل چې د کندوز والي محمدعمر ساپى د وسله والو طالبانو مهم غړی دى.

د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړيو هم وويل چې د کندوز ښار د يوې معاملې له مخې وسله والو مخالفينو ته سپارل شوى او بايد د کندوز والي او امنيتي چارواکو ته سخته سزا ورکړل شي.

د دې جرګې مشر فضل هادي مسليمار هم د مخالفينو لاسته د کندوز ښار لوېدل د پوښتنې وړ وبلل.

هغه وويل چې د کندز ټول چارواکي بايد د يوې پوځي محکمې په چوکاټ کې په سخته سزا محکوم شي؛ ځکه چې “ناقص” دي او غفلت يې کړى.

هغه زیاته کړه چې دوی ته داسې سزا ورکړل شي چې د آینده لپاره نورو مسؤلینو ته عبرت شي.

مسلميار وايي، کندوز ځکه طالبانو ونيو چې حکومت د ملي شورا په تېره بيا مشرانو جرګې مشورو ته غوږ نه دى نيولى.

دی وايي چې د مشرانو جرګې یو مهم پلاوی څه موده وړاندې کندز څخه ليدنه وکړه او حکومت يې له وخیم وضعیت څخه خبر کړ، خو بې کفایته حکومت هېڅ پروا رانه وړه.

د مشرانو جرګې مشر مسلمیار وویل چې امریکا او ناټو لکه څرنګه چې په اوسني وضعیت باندې پټه خوله دي، نور سکوت مات او له مونږ څخه دفاع وکړي.

دى وايي، د امريکا او ناټو دغه کار د افغانستان له خلکو سره جفا ده او له افغانستان سره د امريکا او ناټو له خوا پر ژمنو نه درېدل څرګندوي، او امریکا باید زمونږ ملاتړ وکړي او زمونږ د امنیت په برخه کې لازمې کاروايی وکړي.

باید وویل شي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ خصوصاً په شمال زون کې حالات د طالبانو په ګټه روان دي او طالبان یو په بل پسې ولسوالۍ او ښارونه نیسي.

اوس مهال په افغانستان کې درې لوی قوتونه موجو دي یو یې طالبان، دولت او بل ناټو ځواکونه دي چې له طالبانو سره اوسمهال څه دپاسه ۲۰۰ ټانګونه او زیات شمېر رېنجرې موجودې دي.

دولت اوس له سختو ګواښونو سره مخ دی چې شاید هره میاشت یو په بل پسې مهم ولایتونه له لاسه ورکړي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close