فلسطين: په يوه وسله وال برید کې دوه اسرائيليان وژل شوي دي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین ۱۳۹۴ لړم ۲۳

اسرائيلي چارواکو ويلي دي، چې د الخليل ښار ته نږدې د يوه نامالوم بريدګر په بريد کې دوه اسرائيليان وژل شوي دي.

بريدګر له بريد وروسته په تېښته بريالی شوی دی.

اسرائيلي رسنیو ليکلي دي، چې بريدګر له خپل موټره راښکته شو او د يوې اسرائيلي کورنۍ د موټر پر لور يې ډزې وکړې، چې له امله يې يو سړی او يو ۱۸ کلن ځوان ووژل شول.

د اسرائيلو د پوځ چارواکو ويلي دي، چې بريدګر له بريد وروسته تښتېدلی دی، خو تر څار لاندې دی.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو پېښه په سختو ټکو غندلې ده او د عامل د نيولو ژمنه يې کړې ده.

خو د فلسطين جهادي غورځنګ حماس د پېښې ستاينه کړې او دا يې د اسرائيلو د نارواو پر ضد طبيعي غبرګون ښودلی دی.

دغه بريد د اسرائيلو پر ضد د فلسطينيانو د هغو بريدونو د لړۍ وروستی هغه دی، چې له دوه مياشتو راهيسې يې زور اخستی دی او تر دې دمه په کې ۱۴ تنه اسرائيل وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته په همدومره موده کې د اسرائيلو د پوځ په بريدونو کې نږدې ۸۰ تنه فلسطينيان شهيدان شوي دي، چې ډېری يې مېرمنې او کوچنيان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close