فلسطين کې يو اسرائيلی او ښځه يې وژل شوي دي

کابل ټکی کام۱۰میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

اسرائيلي چارواکو ويلي دي، چې په غربي تړانګه کې نابلس ته نږدې تېره ورځ يو اسرائيلی او د هغه ښځه په ډزو وژل شوي دي.

د اسرائيلي پوځ وياند افيخای ادرعي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې په السامره کې ايتمار ښارګوټي ته نږدې دوه اسرائيلي وګړي په يوه ترورستي بريد کې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړې ده، چې ترورستانو نابلس ته نږدې پر يوه اسرائيلي موټر بې درېغه ډزې وکړې، چې له امله یې ښځه او مېړه ووژل شول.

د هغه په وينا امنيتي ځواکونه په سيمه کې موجود دي او د بريدګر د نيولو هڅې کوي.

د بريد پړه لا تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخستې، خو ګمان کېږي، چې د فلسطيني وګړو له لوري به ترسره شوې وي، څو د اسرائيلي پوځ د هغه زور زياتي انتقام واخلي، چې  د دوی پر ضد روان دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close