فلسطیني ورور ته!/ خوشال درانی

ته صبر!

لږ صبر!

ښه!

دادی راغلم. اوس درته ټوله کیسه کوم، نو ته به هم غوږ نیسې!

زه هم د افغانستان یم، هغه داسې هېواد دی، چې تل په کې د نړۍ غټو غټو مستعمرو ماتې خوړلې او موږ ټول عمر په جگړه کې تېر کړی او د تاسې غوندې مو په تش لاس مو د ډېر ظالمانو هسک سرونه راټیټ کړي دي.

زموږ د جهاد ډېر وخت نه کېږي، موږ څو کاله مخکې روسیې ته ماتې ورکړه.

اوس خو به خبر يې؟

هغه امریکا او ورسره ۴۹ نور کافران یې پر ځان راټول کړي او زموږ هېواد یې بیا اشغال کړی.

ورورکه! هغوی هلته داسې ظلمونه په موږ وکړل، چې قسم کوم چې زه یې درته نه شم ویلی.

هغوی زموږ پر جسدونو متیازې وکړې، هغوی موږ په سپیانو… ، هغوی زموږ بندیانو ته په مرچک لړلې ډنډې …. ورکړې، هغوی زموږ کورونو ته داسې بې غمه راځي، لکه زموږ چې نږدې خپلوان وي«الله مه کړه»

تاسو خو ښه یاست!

ستاسې سره ظلم خو یهود کوي، نو سړی گیله هم ترې نه کوي او نه به ورسره کوم فلسطینی راغلی او تاسې به یې ورته لاس تړلي په گوتو ورکړي نه یئ؟

هلته څومره ظلم چې کافر کوي؛ نو له هغه زیات یې هغه چې موږ ورته افغان وایو، هغوی کوي.

ته صبر کیسه پاتې ده!

اومنه زه دې مرستې ته راتلم، خو هلته خبرې نورې دي. زه چې تاته دغه کیسه کوم اوس به هم راباندې د ټاپو باران وي. څوک به یوه ټاپه راباندې لگوي، څوک به بله او څوک به بله.

هغوی وايي، چې دوی خو عرب دي، موږ یې څه کوو.

هغوی تاسې درد خپل درد نه بولي او ستاسې د کورونو ورانول ورته خوند ورکوي.

هغوی د الله ج ددې خبرې په کیسه کې هم نه دي«چې مسلمانان ټول وروڼه دي»

موږ چې اوس روژه ماته کوو، نو تاسې او د نړۍ ټولو مجاهدینو ته دعا کوو، چې الله دې بریالي لري.

هغه که هرڅوک وي او د هرځای وي.

زه هم تاسې ته دعا کوم او تاسې موږ ته!

گوره که موږ بریالي شو، قسم کوم، چې موږ به مرستې ته درشو او تاسې به هم له دې ۶۶ جهنم څخه راباسو.

ځه چې ته ځي، نو په مخه دې ښه!

خو خپلې مبارزې ته دوام ورکړه او موږ چې بریالي شو، نو تاسې سمدلاسه درځو، خو د چا په هيله قرار مه کېنئ او یوازې یوه هیله د الله ج نه لرئ.

خو دعا کوه.

۲۰۱۴، کابل

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close