فلسطین: د یوه ځوان پر ډزو دریو یهودانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۶)

راپورونه وایي، چې د فلسطین په لویدیځه غاړه د “ارئیل“ په نامه د یهودیان میشتنځای ته څیرمه د برکان په سیمه کې یوه فلسطیني ځوان پر یهودانو ډزې کړې.
خبر زیاتوي، د یاد فلسطیني ځوان پر ډزو دوه تنه یهودان وژل شوي او یو ټپي دی.
اسرایلي پوځ ویلي د بریدګر معلومات یې تر لاسه کړي او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي.

د پوځ په وینا ، برید ګر ۲۳ کلن ځوان دی چې تر وړاندې یې په یوه سیمیزه فابریکه کې کار کاوو، خو تر دوو اونیو راپه دې خوا یې دنده پریښې وه.

حماس ډلې د برید ستاینه کړې او دا برید یې اسرایلو ته د خپلو مظالمو د سزا بدیل بللی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close