فلورنس توپان به امریکا ته څومره اقتصادي زیان واړوي؟

څارونکي وايي چې په امریکا کې د فلورینس په نوم توپان به تر ۱۷۰ میلیارده ډالرو زیات زیات زیان واړوي، چې له امله به یې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د زیات زیان اړوونکي توپان په توګه ثبت شي.

د امریکایۍ نیوزویک مجلې د خبر له مخې، دا تجزیه د CoreLogic په نوم ادارې ترسره کړې ده.

که څه هم اوس دا توپان لږ کمزوری شوی، خو د هوا د حالاتو وړاندوینې ښيي چې ښايي د تېز باد سرعت په یوه ساعت کې ۱۰۰ میلو ته ورسېږي.

په شمالي او جنوبي کارولینا او ویرجینیا کې د سختو بارانونو او توپانونو راتلو وړاندوینه شوې ده.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، د زیربناوو د ورانولو تر څنګ به، د توپان له امله د کشتۍ چلونې او کرنې په څېر پر نورو اقتصادي سیکټورونو هم بدې اغېزې پرېوځي.

په دې وروستیو کلونو کې سختو توپانونو د امریکا اقتصاد ته زیات زیان اړولی دی. د USA Today امریکايۍ ورځپاڼې په خبره، تېر کال د ۳ توپانونو له امله ۲۵۰ ملیارده ډالره زیان امریکا ته واوښت. د یادونې وړ ده، تېر ۲۰۱۷ز کال د هاروې، ایرما او ماریا توپانونو له امله د امریکا لپاره تر ټولو خونړی توپاني موسم و.

سرچینه
نیوزویک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close