فواید عامې وزارت د سړک جوړولو څلور قراردادونه لاسلیک کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۲) د افغانستان د فواید عامې وزارت د پنځه څلوېښت ميلونه افغانيو په ارزښت د سړک جوړولو څلور قراردادونه لاسلیک کړل.

د دغه وزارت وياند مهدي روحاني وايي، یاد تړونونه د فوايد عامې د وزير یما یاري له ځينو شرکتونو سره کړي دي.

د مهدي په خبره، د سړک جوړونې دغه پروژې به په ننګرهار، غزني او غور ولايتونو کې پلي شي.

نوموړی وايي، د يادو پروژو په عملي کولو سره به ليرې پرتې ولسوالۍ له مرکزونو سره ونښلول شي او د اطرافي سيمو اوسېدونکو ته به د دې زمينه برابره شي چې خپل زراعتي محصولات پر خپل وخت او کم مصرف بازارونو ته وړاندې کړي.

په تېر کې دغه وزارت له شرکتونو سره ځينې داسې قراردادونه لغوه کړي او چارې يې درولي چې په تړونونو کې د چارواکو له لوري درغلۍ شوي او د پروژو د خراب کيفيت له امله ډيری سړکونه نيمګړي پاتې دي.

د سړک جوړولو ماهرينو په باور، په هېواد کې د سړک جوړولو ډيری پروژې په نړيوال معيار نه دي پلي شوي او ښايي په راتلونکو لسو کلونو کې د هېواد ډيری سړکونه بيرته ويجاړ شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close