فوزيه کوفي وايي: د ټاکنو کمېسيون يو غړي ترې رشوت غوښتی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۱)

د ټاکنو د شکاياتو کمېسیون تېره ورځ د ولسي جرګې د احتمالي نوماندانو له نوملړه د پنځه دېرش کسانو نومونه وايستل.

دغه کسان چې د بېلابېلو ولايتونو څخه دي د فوزيه کوفي په ګډون پنځه تنه پکې مشهور چې کسان دي چې يو پکې ملاتره خيل هم دی.

پر يادو کسانو د نامسووله کسانو په درلودلو سربيره د ځمکې د غصب او يو شمير نور تورونه هم لګول شوي دي.

نن په کابل کې فوزيه کوفي يوې خبري غونډې ته په خپله وينا کې وويل، چې د ټاکنو د شکاياتو کمېسیون ترې د نوماندانو په ليست کې بيرته د نوم د داخلولو په بدل کې د پيسو غوښتنه کړې ده.

د فوزيه کوفي په ګډون يو شمير نور هغه کسان چې نومونه يې له ياد نوملړ څخه ايستل شوي ويلي د ټاکنو شکاياتو کمېسيون د دوی په حق کې عقده يي کړنه او سياسي پرېکړه کړې ده.

فوزيه کوفي ژمنه وکړه چې د ټاکنيزو کمېسیون د ياد کس غږ به قضاي او عدلي ادارو ته وسپاري چې له دې يې د پيسو غوښتنه کړې ده.

د فوزيه کوفي او ضياءالحق امرخيل په ګډون ډيری هغه کسان چې له نوملړه ايستل شوي وايي، شکاياتو کمېسیون پر دوی د نامسووله وسله والو کسانو د درلودلو او یا د ځمکو د غصب اړوند هيڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د ټاکنو کمېسیون پخوانی د دارالانشار رييس ضياءالحق امرخيل نن په خپله رسمي فسبوک پاڼه په ويډيو کې وويل، چې دی د شکاياتو کمېسیون دفتر ته ورغلی او هوميراحقمل په ګډون د شکاياتو کمېسيون ټول کمشنران او کارمندان له خپل دفتره تښتېدلي دي.

نوموړی وايي، د شکاياتو د کمېسيون رييس په داسې حال کې له خپلې کورنۍ سره نن هندوستان ته تللی او دفتر يې تړلی چې هيڅ رسمي رخصتي نه لري او له دوی څخه پټيږي، هيڅ پوښتنې ته يې ځواب نه وايي.

د امرخيل په وينا، شکايتونو کمېسيون د ده د لرې کولو په اړه قانوني دليل نه لري زياتوي “په دې هکله يې ما ته هېڅ ډول مخکېنی خبر يا د استئناف غوښتنې حق هم نه دی راکړی، چې ګواکي پر تاسو شکايت شوی دی”.
دا په داسې حال کې ده، چې د تخار ولايت د يوه لرې شوي نوماند اسدالله ایوب پلويانو نن د نوموړي په حق کې لاريون وکړ او د تالقان ښار واټونه او لارې يې تړلې وې.

دوی ګواښ وکړ که د نوموړي د لرې کولو لامل په ډاګه نه شي دوی به په تخار کې د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر وتړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close