فوټبال: مانچیسټر یونایټېډ بروژ کلب ته ۴-۰ ماته ورکړه

کابل ټکی کام ۰۴/سنبله ۱۳۹۴ راپور ارین خان د فوټبال اتلانو لیګ سیالیو کې مانچیسټر یونایټېډ د کلب بروژ لوبډلې ته د دوو لوبو لړۍ کې ۴-۰ ماته ورکړه او دوهم پړاو ته یې لار ومونده. په لومړۍ لوبه کې مانچیسټر یونایټېډ ۳-۱ او په دوهمه کې ۱-۰ بریا لاسته راوړه. په دغو دوو لوبو کې د مانچیسټر یونایټېډ له خوا تکړه بریدګر لوبغاړي او کپتان واین روني درې ګولونه وکړل. په دوهمه لوبه کې روني د اندر هریرا د ښکلي پاس په مټ اسانه ګول ترسره کړ. په روان سیزن کې واین روني تر اوسه دومره ښه نه و ځلېدلې خو د کلب بروژ لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې یې وښوده چې د ټیم مهم بریدګر دی. په ظاهره داسې ښکارېده چې نوموړي د لومړي ګول له ترسره کولو وروسته انرژي واخیسته او لا تونده لوبه یې وکړه. ده د خپلې لوبډلې د لوبغاړو له پاسونو ښه ګټه پورته کړه. له لوبې وروسته روني وویل: \”که رښتیا ووایم، پر ما نیوکې ډېرې وې او ښايي زما پر لوبه یې اغېز کړی وای\”. \”خو زه اندېښمن نه وم، پوهېدم چې فرصت لاسته راشي نو ګول کولی شم\”. د مانچیسټر یونایټېډ روزونکي لویس ون خال وویل: \”فکر کوم زموږ لوبه ډېره منظمه وه ځکه نو د ګول چانسونه هم ډېر وو\”. دا له ۲۰۰۴ کال راهیسې لومړی ځل دی چې واین روني د فوټبال اروپايي لوبو په یوه لړۍ کې پرله پسې درې ګولونه کوي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close