فوټبال کې افغانستان بنګله دېش ته سخته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام جمعه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۴ل) :

د فوټبال تېرې ورځې سیالۍ کې د افغانستان فوټبال لوبډله وتوانېدله چې په خپل لومړۍ سیالۍ کې بنګله دېش ته د ۴ په نتیجه کې پر صفر ماتې ورکړي او دغه لوبه پخپل نوم کړي .

د دغې سیالۍ په ګټلو سره افغانستان د فوټبال په دغو سیالیو کې  د (بي) ګروپ په لومړي مقام کې خای خپل کړ .

بلې خواته بیا د همدې ګروپ بله سیالي هم ترسره شوه چې مالدیف د ۳ په نتیجه کې پر  (یوه) بوتان لوبډلې ته ماتي ورکړي .

فوټبال د تېرې ورځې سیالۍ کې افغانستان خپل مقابل لوري بنګله دېش فټ بال لوبډلې ته هېڅ چانس په لاس ورنکړ، چې یو ګول هم ووهي او خو بېرته افغانستان  خپلو ۱۵ بريدونو وکړل چې ۴ بريدونه يې په ګول واوښلتل .

د جنوبي اسیا فټ بال کې  افغانستان اوس مهال د فټ بال قهرمان هم دی .

افغان فوټبال ملي لوبډلې دغه قهمرماني دوه کاله وړاندې د هند په کوربتوب هند ته په دوه صفر کې ماتې ورکړې وه او د جنوبي اسیا د فوټبال اتلولي يې ترلاسه کړې وه .

ټاکل شوې ده چې افغانستان به د خپلې اتلولۍ ګټلو د ساتنې په موخه ، د شنبې په ورځ د بوټان له فوټبال لوبډلې سره به سیالي کوي کوي .

دغه سیالي چې د جنوري تر دريمې پورې به دوام ولري، سږ کال د هند په کوربتوب پرته له افغانستان څخه هند، بنګله دېش، سری لنکا، مالديپ، بوټان او نيپال  هم شامل وي .

بدرالدین ځواک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close