فکري جګړه

لیکوال: عبدالصبور زړکی

هر هیواد چې کله وغواړي په یوه بل هیواد باندې یرغل وکړي، هغه د پوځي یرغل تر څنګ حتماً دهغه هیواد په ولس باندې فکري یرغل هم کوي، د فکري یرغل ګټه داده چې دوی د ابد لپاره یا هم د زیاتي مودې لپاره دا خلګ تر تسخیر لاندې ساتلی سي، دا هیواد به یې تر واک لاندې وي، بي له دې چې دوی به کوم پوځي تاوان لیدلی وي، بله اهمه ګټه یې دا هم ده چې دوی کولی سي چې بي له جګړې یو هیواد تر خپل یرغل لاندې راولي.
او بل دا هم چې کوم هیواد د فکري جګړې په واسطه یرغل شي هغه یرغل دائمي او یا هم زیاته موده پاته کیږي.

انګریزانو او فرانسویانو چې کله په نړۍ استعمار وکړ هغو تر ټولو لوی کار دا وکړ چې فکري جګړې ته یې زیاته توجه وکړه او فکري جګړه به یې هر هیواد کې له پوځي جګړې سره تر څنګ کوله، ګټه یې دا سوه چې تر نن پوري یې زیات هیوادونه تر فکري یرغل لاندې دي، زیاتو هیوادو کې ټول قوانین انګریزي دي، او داسي هیوادونه هم شته چې د خپلې ژبي په ځای یې د هیواد رسمي ژبه انګریزي وي، دا ځکه چې کله به انګریزانو یو هیواد ونیو سمدستي به یې کوښښ داوو چې دې هیواد کې خپله ژبه رواج کړي.

نو ګټه یې دا سوه : هغه هیوادونه چې اوس د انګریزانو تر تلسط لاندې نه دي خو بیا هم هلته د انګریزانو قانون، ژبه استعمالیږي.

امریکا چې په افغانستان باندې یرغل کړی دی، دوی هم توجه فکري جګړې ته زیاته ده.
ددمثال په ډول: دلته افغانستان کې امریکایانو د پوځي جګړې په برخه کې صرف(۴) مؤسسي کار کوي.

خو د فکري جګړې برخه کې(۴۰۰۰)مؤسساتي کار کوي.

اوس تاسو فکر وکړئ چې فکري جګړه څومره اهمه ده؟

نواي ځوانانو! باید موږ او تاسو فکري جګړې ته هم ډیر متوجه اوسو، د فکري جګړې په مقابل کې هم باید مقابله وکړو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close