فیفا: د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ټاکنو له قانونه سرغړونه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۹) د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ “فیفا”  وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مسئولينو د ټاکنو له قانونه سرغړونه کړې ده.

د ياد بنسټ اجرائيوي رئيس يوسف رشید وايي، د ټاکنو د قانون له مخې بايد د کانديدانو د اسنادو د څېړلو بهير د څارونکو او شاهدانو په شتون کې ترسره شي خو زياتوي چې د انتخاباتو کمېسيون مسئولينو داسې نه دي کړي.

د رشيد په خبره، دا درېيم ځل دی چې د انتخاباتو کمېسيون د ټاکنو له قانونه سرغړونه کوي زياتوي “د قانون پر اساس کمېسيون ته پکار وه چې خپلې غونډې په علني ډول جوړې کړي او د اسنادو څېړلو پروسه هم ښکاره ترسره کړي خو دوی داسې نه دي کړي، يادې موضوع ته يې سمبوليک شکل ورکړی او د فيفا بنسټ هم په جريان کې نه دی اچول شوی.”

د عادلانو ټاکنو بنسټ وايي، که کمېسيون څارونکو ته د انتخاباتي کارونو په اړه معلومات ورنه کړل شي دوی به يې په اړه شکايت او د پلټنو غوښتنه وکړي.

خو په عين حال کې د ټاکنو کمېسيون کمېشنر معاذالله دولتي بيا وايي، د احتمالي کانديدانو د اسنادو څېړنو پر پروسې د څارونکو پابندي نشته، رسنۍ او څارونکي کولی شي چې څارنه يې وکړي.

پرون ناوخته د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ولسي جرګې ته د اوو ولايتونو کابل، روزګان، خوست،، نیمروز، نورستان، کنړ او باميانو د کانديدانو لومړنی ليست خپور کړ.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مسئولين وايي، د اسنادو له څېړنو او ارزونې وروسته به د نن ورځې تر پايه د پاتې ولایتونو د کانديدانو نوملړ هم خپور کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close