فېسبوک له ۸۰۰ زره فېسبوکیانو بخښنه غوښتې

 

د فېسبوک ادارې د نړۍ مختلفو برخو کې له خپلو ۸۰۰ زره هغو فېسبوک کاروونکو بښنه غوښتې ده چې هغوی د فېسبوک له خوا له یوې نادري کړني سره مخامخ شول. هغه داسې چې دې کسانو کوم خلک د بلاک لیست ته اچولي وو له هغوی په اتوماتیکه توګه بلاک لري شوی وو.

فېسبوک اداره وایي دوی وروسته یوې فني تېروتني ته متوجه شول چې هغه له بلاک شویو خلکو د بلاک لري کیدل و، او دا تېروتنه تقریبا یوه اوونۍ روانه وه یعني له 29 مئ نه تر 5 د جون پوري وه.

فېسبوک کې د کاروونکو د خصوصیت د برخي مسؤل ايرن ایګن وایي: موږ پوهيږو چې د یو چا بلاک کول مهمه خبره ده او په دې برخه کې بې غوري تېروتنه ده نو ځکه موږ عذر وړاندې او بښنه مو وغوښتله.

فېسبوک اداره وایی: له دې کسانو د 83% کسانو چې د دې تېروتني لامله یې ایډیانې متضرره شوې وې له دوی سره د بلاک په لیست کې کم تر کمه یو کس پاته شوی و. اداره زیاتوي اوس یې دا ستونزه حل کړې ده.

سرچینه
برتانوۍ ورځپاڼه ميرر

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close