فېسبوک مسلمانانو ته په سپکاوي تورن شوی

ژباړه: خالد روان

د فېسبوک مشهوره وېبپاڼه د ملگرو ملتونو له لوري مسلمانانو ته په سپکاوي کولو تورنه شوې ده. د فېسبوک له لوري د ځینو خپرو شویو محتویاتو نه وروسته ملګرو ملتونو فېسبوک مسلمانانو ته د توطیې په جوړولو او په سپکاوي تورن کړی .

ملګرو ملتونو ویلي، په دې وروستیو میاشتو کې فېسبوک، ټویټر، گوگل پلس او نورو ټولنیزو شبکو په برما کې د مسلمانانو د ځورولو، وژلو او ترور کولو ویډیوگانې پر خپلو پاڼو پرېښي، چې دغه ډول ویډیوگانې د ادیانو ترمنځ نور واټن هم زیاتوي او د نړۍ خلک د نږدې کېدو پر ځای نور هم لرې کوي.

همدا ډول ملگرو ملتونو فېسبوک د امریکا په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړی، چې د هیلري کلنټن پر ضد او د ډونلډ ټرمپ په موافقه یې ځینې اعلانونه کړي وو.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په ټولنیزو شبکو کې د سپکاوي او توهین کولو په اړه جدي پوښتنې راولاړې شوې؛ خو دا لومړی ځل دی چې ملگرو ملتونه څو ټولنیزې شبکې یادوي او مسلمانانو ته یې په سپکاوي او توطیې جوړولو تورنوي.

فېسبوک په رسمي ډول تراوسه د ملگرو ملتونو د تازه ادعا په باره کې څه نه دي ویلي.
له تېرو څو کلونو راهیسې په میانمار«برما» کې مسلمانان د بودایانو له لوري شهیدانېږي، له کورونو شړل کېږي، له یوې سیمې بلې ته تگ راتگ نه شي کولی، د حکومت له اجازې پرته واده نه شي کولی او د برما د پوځ او د بودایانو له لوري په ډله‌ییز ډول وژل کېږي.

په فېسبوک کې ډېری دغه ډول ویډیوگانې په ژوندۍ بڼه شوي او ځینې ویډیوگانې فېسبوک ته پورته شوي؛ خو د فېسبوک ادارې تراوسه دغه ویډیوگانې نه دي لري کړي.

فېسبوک اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو مشهوره شبکه ده، چې د کارکوونکو شمېر یې ۱.۲ میلیارده خلکو ته رسېږي.
فېسبوک په تېرو څوارلس کلونو کې تر ټولو چټکه، مشهوره او ډېره کارېدونکې وېبپاڼه ده، چې اوس یې مشر د همدغه فېسبوک له برکته د نړۍ درېیم شتمن کس شوی دی.

د فېسبوک ادارې په تېرو څو کلونو کې انسټاگرام، واټس‌اپ او نورې شبکې هم پیرلي دي، چې اوس یې گټه ټوله د فېسبوک د ادارې مشر مارک زوکربرگ ته ځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close