فېسبوک کې نوې اوازې څومره رښتیا دي؟/هېواد ریان

له تېرو څو ورځو راهیسې په فېسیوک کې د دغه ټولنیزې شبکې د مشر مارک زوکربرگ یو پیغام لاس په لاس کېږي، چې باید اتلس تنو ته یې ولېږئ؛ گنې فېسبوک مو درتړل کېږي.

یا ځینو خلکو پوسټونه کړي وي، چې په تبصره کې «BFF» ولیکئ، که تبصره مو اسماني رنگه شوه؛ نو ستاسې فېسبوک گڼون خوندي دی او هېک شوی نه دی او که تبصرې مو تور رنگ خپل کړ، بیا د خپل گڼون غم وکړئ.

دغه موضوع تراوسه ډېرو خلکو ته معما ده او دغه پیغام داسې خلکو ماته هم رالېږلی، چې ما یې په اړه هېڅ داسې فکر نه کاوه.

نن او پرون ډېرو خلکو له دغه پیغام څخه شکایتونه کړي وو او له خپلو ملگرو یې غوښتي وو، چې نور دغه پیغام ور ونه لېږي او وخت یې ضایع نه کړي. خو اصلي کیسه څه ده؟

په فېسبوک کې اوس د ځینو کلمو لیکلو سره یې رنگونه هم بدلېږي. که تاسې مبارك ولیکئ؛ نو رنگ یې سور کېږي، یا که په انگرېزي Congratulation ولیکئ هم رنگ یې سور اوړي، همدارنگه “Best Wishes”«نیکې هیلې» ولیکئ نو د دغه کلمې رنگ هم بدلېږي او د «BFF» معنا هم Best Friends Forever «ښه ملگری د تل له‌پاره» هم د فېسبوک نوښت دی، چې رنگ یې له تور څخه اسماني رنگ ته اوړي او که چېرته یې رنگ بدل نه شو؛ نو هېڅ اندېښنه مه کوئ. کېدای شي ستاسې په بروزر کې ستونزه وي او ډېر وخت مو اپډیټ کړی نه وي.

د فېسبوک د مشر پیغام«سلام زه مارک زوکر برگ د فېسبوک مشر یم» رښتیا نه دي. فېسبوک درته په لومړي سر کې لیکلي، چې دغه شبکه ستاسې له‌پاره وړیا ده او تل به وړیا وي. که تاسې فېسبوک په موبایل او یا کمپیوټر کې کاروئ؛ نو هم حتماً یا یوې مخابراتي شبکې او یا د انټرنېټ کمپنۍ ته پیسې ورکوئ.

خو له دې ټولو سره بیا هم فېسبوک ته داسې پټ توري«پاسورډ» ورکړئ، چې هېکران یې په هېک کولو بریالي نه شي. په پاسورډ کې د انگرېزي له غټو او وړو تورو، ځینې علامو او لیکنښو نه گټه واخلئ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close