قتیل خوږیاڼی: سپېڅلې تمنا

خلیل الله قتیل خوږیاڼی (مرحوم)

طاغوتي نظام نسکور پروت په قوت دی

مسلمانه ډېر نه، لږ پاتې همت دی

 

فتنه ګر دې ډلې ډلې غځېدلي

څوک غربی او چا سره دهري آفت دی

 

سرحدي کړکۍ به ساتو اوس پخپله

پورته کړی مو ملا په امامت دی

 

د توحید او رسالت لاره ده خلاصه

د امت طالب ګټلی قیادت دی

 

غصبې شوې شتمنۍ به شي راټولې

رپېدلی مو بیرغ د امارت دی

 

بې له ویرې، بې له شرمه، بې خفګانه

جوړېدونکی د آسیا زړه کې ملت دی

 

د صحت، تعلیم او کار په لوی میدان کې

تېر، راتلونکی، حال ښکاره ټول امانت دی

 

د سلا او مشورې سپېڅلي خلک

ای خلیله تمنا ده مرحمت دی

 

 ننګرهار – سیدی رهنما

ـــــــ

هېواد ورځپاڼه، ۴۱۷مه ګڼه – ۱۴۲۱هـ ق، د جمادي الاول ۲۴مه / ۱۳۷۹هـ ش، د سنبلې ۳مه

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close