قرطبه زموږ د تهذیب يو تاریخي ښار او ولې مو له لاسه ورکړ!

الهام البدري

چا چې د قیصر او کسری امپراطوري را وپرځوله، چا چې اسلام د نړۍ تر اخري او لرې پیڅکو ورساوه، چا چې قرطبه، اندلس او هسپانیه د اسلامي تهذیب او تمدن مراکز وګرځول، چا چې د تورو په رڼاوو د شرک او بدعاتو تیارې وڅیرلې، چا چې خپل اسان  په څپاندو بحرونو پورې ایستل، چا چې په محدود وخت کې نیمه نړۍ تر خپلو  قدمو لاندې کړه.

تر دې چې کفري مورخینو وویل چې اسلامي زلمي دومره ګړندي دي او که الله جل جلاله ورته دځمکې تنابو نه کش کړل.

هغه څوک وو چې دامت دحوریت او ازادۍ مفکوره ورسره وه، توره، نېزه اوکمان یې خپل سنګار او زینت ګاڼه، ځواني، سوکالي او دکور ارام ژوند یې دنورو دازادۍ لپاره نزرانه کړی وو. همغه وو چې نیمه نړۍ یې دحریت تر چترۍ لاندې کښېنوله .

خو کله مو چې ځوانان له دغه فکرسره   نابلد اوترې لرې پاتې شول، نو دغرب کرغېړنې سیلۍ یې فکري حصارونه ور ونړول، او په دغه ډګر کې مو فکري ځواک هم له یوه سترشکست سره مخ شو.

نو پایله یې دا شوه چې داسلامي تهذیب لسګونه هغه ښارونه چې تر اوه سوو کالو څخه زیات موده پرې اسلامي واکمني او بیرغ رپاند و ، له لاسه مو ورکړل. له دغو ښارونو څخه موږ دلته یوازې دقرطبې دښار یادونه کوو.

قرطبه د اموي واکمن عبدالرحمان ثالث په دور کې د اسلامي اندلس مرکز و. د شپې لخوا به دغه ښار په رڼا ګانو کې سینګار شو، خلک به تقریباً لس میله لرې په دغو رڼاګانو کې چکر واهه او دغه رڼاوې به نه ختمیدله.

د دغه ښار ټولې لارې پخې وې او هر ډول مردارۍ او چټلې به له لارو څخه اوچتیده او بل ځای به له ښاره لرې غورځول کیده، ټول ښار په شنو باغونو کې رابند کړل شوی و، د بل ځای څخه به چې څوک راغلل نو تر ډیره وخته پورې به همدلته په دغو باغیچو او پارکونو کې ګرځیدل.

د دغه ښار نفوس د لسو لکو څخه زیات وه، په دغه وخت کې دا دومره ستره آبادي وه  چې په اروپا کې د یو ښار زیات نه زیات نفوس تقریبا پنځه ویشت زره کسان وه . په دغه ښار کې تقریباً ۹۰۰ حمامونه، ۲۸۳۰۰۰ کورونه او ۶۰۰ مسجدونه وو. د دغه ښار تقریباً ټول وګړي باسواده او تعلیم یافته وو!

د ښار ختیځ ته په یوه محله کې یوازې ۱۷۰ ښځو د قرآن کتابت کاوه دوى به قرآن په کوفي خط کې لیکه!

 دا یوازې د یوې محلې په هکله خبر و نور ….

 په دغه ښار کې ۸۰ مدرسې وې او غریبانانو ته به پکې مفت تعلیم ورکول کیده! په دغه ښار کې تقریباً ۱۵۰ شفاخانې وې! او پاتې شوه د قرطبى جامعه مسجد نو هغه اوس هم د خپل فن له نګا نه یو ژوندى مثال ده!

د دغه مسجد آذان خانه تقریباً ۴۰ لاسه لوړ واله درلود!

 د شپې لخوا به په دغه قرطبه جامع مسجد کې ۴۷۰۰ چراغونه لګیدل په کومو کې چې یوازې په یوه کال کې د ۲۴ زره پونډه زیتون سوځیدل د جنوب خوا یې ۱۹ دروازې درلودلې. د قرطبې جومات د محراب  په هکله یو انګریزي مقوله مشهوره ده چې:

انساني سترګو چې تراوسه پورې څه لیدلي دا په هغو ټولو کې ښایسته ده او دغه شان کاریګري او پړق پړوق نه په لرغونه اثارو کې شته او نه په معاصرو آثارو کې!!!

 کله چې هسپانیه یا اندلس صلیبیانو ونیوه نو هغوى د قرطبې له جومات څخه کلیسا جوړه کړه او په پیړیو پیړیو پورې به پکې نه آذان کیده او نه لمونځ خو کله چې علامه اقبال رحمة الله علیه هسپانيې ته ولاړ نو هغه قرطبې جومات ته هم ولاړ او یو څو روایتونه مشهور دي چې هغه تیار په اودس کې راغلې و او چې کله ننوت نو دروازه یې ژر بنده کړه او دوه رکعته نفل او آذان یې وکړ او څوک وايي چې همداسې ودرید چې دې کې د کلیسا کسان په منډه راغلل او یو شور یې جوړ کړ!

خو پس د ډیرو پیړیو دا لومړنى او آخرنى لمونځ او آذان و چې هغه محترم پکې اداء کړ…

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close