قطر او امارات به ژر افغانستان کې د ناټو اېتلاف غړي شي

امریکايي رسنۍ وايي ښايي قطر او متحده عرب امارات په نږدې راتلونکې کې په رسمي ډول په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د اېتلاف غړي هېوادونه شي.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د قطر او اماراتو ځمکني ځواکونه به په افغانستان کې د څه باندې ۳۹ هېوادونو د هغه اېتلاف غړي شي چې د امریکا په تر ټولو اوږده جګړه کې د افغان ځواکونو د روزنې، مرستې او سلاکارۍ دنده پر مخ وړي.

دې چارواکي، د نوم نه ښودو په شرط، زیاته کړې، افغانستان ته د قطر او اماراتو د ځواکونو لېږل له افغان ځواکونو سره د مرستې په موخه د بهرنیو نړیوالو ځواکونو د شمېر د زیاتولو د سلسلې یوه کړۍ ده.

یاد چارواکي ویلي، د ناټو اېتلاف غړي هېوادونه به، راتلونکې اونۍ په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره د قطر او اماراتو نظامي مرسته په بروکسل کې د وزیرانو په کچه ترسره کېدونکې غونډه کې په رسمي توګه تایید کړي.

دې چارواکي افغانستان ته د قطر او اماراتو د رالېږل کېدونکو ځمکني سرتېرو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

د روان ۲۰۱۸ز کال په جنوري میاشت کې، د امریکا دفاع وزیر، جېمز مټیس، په واشنګټن کې د قطر او امریکا د اړیکو په اړه د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال ویلي و چې له جنوري راهیسې د قطر کارګو الوتکې په افغانستان کې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره د لوجستیکي مرستو په موخه په افغانستان کې دننه او بهر ته پروازونه کوي.

ټاکل شوې، که د قطر او اماراتو غړیتوب تایید شو، ځواکونه به یې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي. د غوڅ ملاتړ ماموریت په ۲۰۱۴ز کال کې د امریکا د جنګي ماموریت تر پای ته رسېدو وروسته پیل شوی او دا مهال ۳۹ هېوادونه د دې ماموریت غړیتوب لري او ځواکونه یې په افغانستان کې مېشت دي. د دې ماموریت موخه د افغان ځواکونو روزنه، مرسته او سلاکاري ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close