قطر  داماراتي الوتکو له تیري څخه د امنیت شورا ته شکایت وکړ

 

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۲ فرید افغان)

د فارس خبري اژانس په حواله قطر ویلي چې عرب اماراتو یې په هوایي حریم تیری کړی او له همدې کبله یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت لیک وړاندې کړی دی.
قطر په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د اماراتو جنګي الوتکې په تیره ډیسمبر میاشت کې دې هیواد ته ننوتلې دي.
قطر دا پر خپل هیواد جنګي تیری بللی او ګواښ یې کړی چې که دبیا ځل لپاره دا کړنه تکرار شوه دوی به دخپل امنیت د خوندیتابه په خاطر اړین ګامونه واخلي او تیري ګرې الوتکې به را وغورځوي.

اماراتي الوتکې داسې مهال د قطر هوایي حریم ته ننوزي چې شاوخوا ۷ میاشتې کیږي چې د اماراتو په ګډون ۴ عرب هیوادونو له قطر سره د تروریزم او یو شمیر نورو پلمو له کبله په ټولیزه توګه اړیکې پرې کړې او له ځمکنۍ او هوایي لارو دې هیواد ته په ورتګ بندیز لګول شوی دی.
عربستان څو اونۍ وړاندې قطر ته خپله یواځنۍ لاره ‹‹سلوی›› چې دحج په موسم کې یې پرانیستې وه او یواځې په ځینو بیړنیو کارونو کې ترې کار اخیستل کیده د بیا لپاره وتړله

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close