قطر دفتر: له ازبک چارواکو سره په اړینو مسائلو خبرې شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۰)

په قطر کې د طالبانو دفتر هغه راپورونه تائید کړل چې ګواکې د یاد دفتر یوه لوړپوړي پلاوي د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي،د ازبیک چارواکو په رسمي بلنه یې یو څلور ورځنی سفر چې د اګست له شپږمې تر لسمې نیټې یې دوام درلود، له ازبیک مشرانو سره نږدې لیدنې کتنې او پر هراړخیزو موضوعاتو یې بحث کړی.

نوموړي ویلي، د سیاسي د فتر د رئيس محترم شیر محمد عباس ستانکزي تر مشري لاندې یوه هیئت د ازبکستان د خارجه وزیر ښاغلي عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولس مشر استازي ښاغلي عصمت الله ارګاشیف سره وکتل او په افغانستان کې یې د ازبکستان له خوا د اوسنیو او راتلونکو ملي پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ او د بریښنا د لین په امنیت خبرې وکړې.

شاهین دغه راز ویلي،

“ له افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو او دا چې په افغانستان کې څنګه سوله راتلای شي، په دې اړه د ازبکستان له چارواکو سره نظرونه تبادله شول“

په ورته وخت کې ځینې راپورونه ورکړل شوي چې طالبان غواړي په تاشکند او متحده عرب اماراتو کې خپل دفترونه خلاص کړي، د افغان حکومت د سولې عالې شورا په دې تړاو اندیښنه ښوودلې او د دفترونو د زیاتولو تلویحي مخالفت یې کړی.
د یادې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد ویلي، د قطر دفتر د طالبانو یو مناسب ادرس دی او که اراده موجوده وي، د همدغه دفتر له لارې هم د ستونزو په اړه خبرې کېدلای شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close