قطر له افغانستان سره ۱۰ مليون ډالر مرسته وکړه

کابل ټکی کام/ قدرت الله حسین ۱۳۹۴ لړم ۲۳

د قطر دولت ويلي دي، چې په دې وروستيو کې د زلزلې له امله په ننګرهار کې د شوي وراني د سمون لپاره يې ۱۰ مليون ډالر مرسته کړې ده.

د ننګرهار له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس عبد الوهاب شيرزاد ويلي دي، کابل د قطر له سره صليب سره يو هوکړه ليک لاسليک کړی دی، چې له مخې به يې د ننګرهار په بهسود، رودات او کامه ولسواليو کې له زلزله ځپلو سره مرسته وشي.

نوموړي زياته کړې ده، دغه پروژې ته لس مليونه ډالر ځانګړي شوي دي، چې په ترڅ کې به يې په يادو ولسواليو کې زلزله ځپلي کورونه اباد کړای شي.

تېرې زلزلې چې رېختر په اندازه نږدې ۷،۵ کېده په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله او وروسته يې پاکستان او هند کې هم ورانی پېښ کړ.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close