قطر: ملا عبدالغني برادر له سکاټ ميلر او د قطر له چارواکو سره ليدلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۹)

د راپورونو له مخې، له تيرو دو ورځو راهيسې د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ د افغانستان د شخړې د هواري په موخه خبرې روانې دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاپه کې ويلي، د تيرې سې شنبې او چهارشنبې په ورځ له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي او دا چې له افغان خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه متوجه کېږي خبرې شوي.

خبرپاڼه کې راغلي، پرون ماښام غونډه پای ته رسېدلې ” نن او سبا به  دواړه مذاکراتي ټیمونه په خپل منځ کې مشورې او د دریمې ورځې بیا ناستې لپاره تیاری کوي” په خبره يې بله غونډه به د راتلونکې شنبې په ورځ جوړېږي.

دغه راز ښاغلی مجاهد وايي، د اسلامي امارت سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر د قطر د صدارعظم له مرستيال، د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير محمد عبدالرحمن آل ثاني، د ملي امنيت مشاور محمد المسند، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له استازي خليلزاد او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له قومندان سکاټ ميلر سره کتلي دي.

په دغه کتنو کې د مذاکراتو په روان بهير او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو خبرې شوي.

خبرپاڼه زياتوي، ملا برادر په يادو کتنو کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو او همدارنګه د راتلونکو تحوولاتو په اړه خبرې کړي دي.

له بله پلوه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ په دوه ورځنيو ناستو کې ګټورې خبرې شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close