قطر نړیواله محکمه کې د عربي اماراتو پرضد دعوه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۲)

د نړیوالو رسنیو له خبر سره سم قطر د عربي اماراتو پر خلاف نړیواله محکمه کې دعوه دايروي، د قطر دولت وایي: د عربي اماراتو حکومت د دوی په اړه انساني حقوق تر پښو لاندې کړي دي

تېر کال: 2017م عربي اماراتو، سعودي، بحرین او مصر د قطر پرخلاف بندیزونه اعلان کړل، هغه سره یې دیپلوماتیکي اړیکې ختمي کړې، دې څلورو هیوادونو قطر د تروريزم په ملګرتیا تورن کړ او تر اوسه د دې کوچني خو شتمن هیواد پر خلاف د دوی بندیزونه پخپل حال پاته دي.

د قطر حکومت په رسمي بیان کې ویلي دي چې د نړیوال عدل محکمه کې یې د عربي اماراتو پر خلاف دعوه دایره کړې ده هغه داسې چې د اماراتو دولت د فطري ولس او هلته میشتو وګړو پر خلاف انساني ضد کړنې کړې دي او د هغوی په انساني کرامت یې تېري کړي دي.

بل لور ته د عربي اماراتو خارجه وزیر د قطر دا دعوه تردید کړې ده او هغه یې دروغ بللې ده. د عربي اماراتو خارجه وزیر انور قرقاش دا څرګندونې پخپل ټويټر پانه لیکلې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close