قطر هېواد په کابل کې خپل سفارت پرانيځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۶) الماس خدرخېل

د ورکړل شويو راپورونو له مخې، د قطر هېواد د بهرنيو چارو وزارت پلاوی کابل ته رسېدلی، ترڅو په دغه هېواد کې خپل سفارت پرانيځي.

د ياد پلاوي مشري د قطر د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي څانګې مشر احمدبن عبدالله العطيه په غاړه لري.

افغان چارواکي وايي، چې د قطر راغلي پلاوي به د وروستنيو هوکړو له مخې له افغان چارواکو سره د سفارت د پرانيستلو په اړه خبرې وکړي.

قطر په کابل کې د سفارت د پرانیستلو پرېکړه د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر میاشت کې دغه هیواد ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال وکړه.

په ورته وخت کې يو شمير افغان کارپوهان وايي، چې په افغانستان کې د قطر سفارت پرانیستل به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

قطر هغه عربي هېواده دی، چې افغانستان هلته سفارت درلود، خو تراوسه قطر په افغانستان کې سفارت نه و پرانیستی.

د يادونې ده، چې قطر یواځينی هېواد دی چې وسله والو طالبانو ته یې اجازه ورکړې چې په هغه هېواد کې خپل سیاسي دفتر ولري او دا مهال طالبان په دغه دفتر کې خپل سیاسي فعالیتونه مخ ته وړي.

بايد وويل شي، چې له ګوانتنامو زندانه ازاد شوي طالب مشران هم په قطر هېواد کې استوګن دي.

قطر درې کاله وړاندې هم له افغان چارواکو سره په کابل کې د سفارت د پرانیستلو په اړه خبرې کړې وې خو په نامعلومو دلایلو د سفارت پرانستل ځنډېدلي و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close