قطر پاکستان ته د اوبلن ګاز د ور کولو تړون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام ۲۲سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف قطر هېواد ته په دوه ورځني سفر تللی، چې هلته قطر هېواد په لومړۍ ورځ ور سره یو تړون لاسلیک کړ.
په تړون کی راغلي دي، چې قطر هېواد به په کال کې ۷۵.۳ میلیون متر مکعب اوبلن ګاز پاکستان هېواد ته ور کوي.
د دغه تړون پر اساس به قطر له روان میلادی کال څخه تر ۲۰۳۱ میلادي کاله پورې پاکستان ته د مایع طبیعي ګازو صادرول شروع کړي.
د پاکستان د پترولیم وزیر د یاد تړون د لاسلیکولو په تأیید کې ویلي دي چې دغه تړون پاکستان ته د ګازو په برخه کې په ۱۰۰ کې ۲۰ اړتیاوې پوره کوی شي.
د خبرونو پر اساس چې دغه تړون تخمیناً ۱۶ میلیارده ډالره ارزښت لري.
د یادولو ده چې پاکستان اوسمهال د ګازو له سخت کمښت سره مخ دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close