قفس اوبلبل

ليکوال: نورالله غازي يار

بلبل وم، سرشاره ګرځيدم، د ګلونو له خندا سره په نغمو راتلم ،غوړيدو يې وزرې راغوړولې، وږمو يې په زړه کې د الوت هېلې راپارولې.

آه ه!!!

ښکاري راغی، په لومه کې يې ونيولم، په قفس کې يې بندي ګړم، ومې غوښتل چې قفس په خپله تېره مښوکه او زورورو وزرونو ټوټه ټوټه کړم؛ خو چې مښوکه مې د قفس لرګي ته وروړه، په وجود کې مې ګلونه وغوړيدل، د خولې خوند مې د ګل د وږمې په څېر شو .

هو، صياد ډېر هوښيار دی، زما لپاره يې قفس د ګلونو د ګلبڼ له ښاخونو جوړ کړی دی، صياد زما له سندرو خوند اخلي؛ خو زه دا سوې سندرې د ګلونو هغو ماتو او کږو لښتو ته وايم، چې له ورځې بلې ته وچېږي او کلکېږي .

تر څو چې د ګلونو په دې لښتو کې چې زما لپاره قفس او زندان ترې جوړ شوی، لږ نم هم وي، زه به مې خپله خوله ونه تړم، چې کله د قفس په لښتو کې نم وتښتيد، زما خوله به هم وتړل شي؛ ځکه چې زما له وجود نه به هم  ساه وتلي وي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close