قومندان علي پور څوک دی؟ ايا محاکمه به کړای شي؟

د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين اختر محمد ابراهيمي وايي، پوليس په هغو وسلو ويشتل کېږي چې دوی د تکيه خانو د ساتنې لپاره شيعه مذهبه وګړو ته ويشلي دي.

راپورتاژ: الماس خدرخېل —-

قومندان علي پور څوک دی، ولې ونيول شو او ايا نوموړی به محاکمه کړای شي؟ او که د نظام الدين قيصاري په څېر به د کابل د هوټلونو ملمه وي.

قومندان علي پور چې په “شمشیر” هم مشهور دی، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یې غیرمسول وسله وال ګڼي.

علي پور د افغانستان د جرايي ریاست د دویم مرستیال محمد محقق له نژدیو کسانو بلل کیږي

علي پور څوک دی؟

علي پور چې په شمشېر مشهور دی، درې کاله مخکې یې میدان وردګو کې د هزاره وګړو تر وژل کېدو وروسته ډله جوړه کړه او د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ کې يې د دولت په پلوۍ د سيمه ييزو وسله والو ډله جوړه کړه.

نوموړی دغه راز په غور ولايت کې هم نفوس لري، د وحدت ګوند پورې تړلی او د اجراییه رییس دویم مرستیال محقق ته نږدې کس بلل کېږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت اداره د قومندان علي پور نيول تاييدوي وايي، چې نوموړي تر ۱۵۰ غير مسووله وسله وال کسان لرل، خلک يې ځورول او له خلکو يې به زوره باج اخيست.

پر قومندان علي پور باندې په تيرې تلې مياشت کې دولتي ځواکونو د غور په لعل و سرجنګل سيمه کې عمليات وکړل چې په غبرګون کې يې د هغه وسله والو مقاومت وکړ او څو تنه دولتي عسکرو په ګډون د نوموړي يو شمير پلويانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

په غور کې پر نوموړي قومندان د حکومت له لوري شوي عمليات د وحت ګوند د مشر او د اجرائيه رياست د دویم مرستيال محمد محقق له لوري غندل شي و.

ځينې حکومتي سرچينې او معلومات ښيي چې قومندان علي پور د فاطميون په نوم د شيعه جنګياليو د يوې ډلې اړوند دی او ويل کېږي چې کابل ته د مذهبي جګړې د پيل او پر مخ بيولو لپاره يې کار کاوه.

قومندان علي پور  څنګه ونيول شو؟

د راپورونو له مخې قومندان علي پور د تيرې یک شنبې په ورځ د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې هغه مهال د ملي امنيت عسکرو له لوري د سورالۍ له موټر څخه ونيول شو، ملي امنيت د هغه نيول تاييدوي وايي تيره ورځ يې د اتلسمې حوزې اړوند له قلعه قاضي سيمې څخه نيولی دی.

د علي پور له نيولو وروسته د کابل ښار په شمول، په غور، باميان، بلخ دایکندي او ځينو نورو سيمو کې د هغه په پلوۍ قهرجنې مظاهرې وشوې چې تر دې دمه پکې لسګونه پوليس ټپيان شوي دي.

پرون په کابل کې د وحدت ګوند او علي پور پلويانو په اعتراضونو کې د پوليسو پوستې، رینجرې او ځينې دولتي تاسيسات وسوځول او پر پوليسو يې ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې ۲۳ پوليس ټپيان شول.

دغه راز نن هم اعتراض کوونکو یو ځل بیا په تاوتریخوالي لاس پورې کړ او د کابل چې ډيری يې وسله وال دي او د شپږمې، ديارلسمې او اتلسمې حوزې مربوطاتو کې يې د پوليسو پوستې سوځولي دي.

پر کومو وسلو پر پوليسو ډزې کېږي؟

د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين اختر محمد ابراهيمي وايي، پوليس په هغو وسلو ويشتل کېږي چې دوی د تکيه خانو د ساتنې لپاره شيعه مذهبه وګړو ته ويشلي دي.

د امنيتي مسوولينو په وينا، له پرون راهيسې تر دې دمه د علي پور د پلويانو اعتراض کوونکو د وسلو په ډزو اته څلوېښت پوليس ويشتل شوي او ټپيان دي.

له بلوه پلوه نن د کابل په څنګلوري ولايت ميدان وردګو کې د علي پور پرضد مظاهره وشوه او سلګونه کسانو د علي پور د محاکمې غوښتنه وکړه.

کابل ښار مرکزي سيمو ته ټولې ورتللې لارې تړل شوي او پوليس چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

مظاهره کوونکي وايي، چې د علي پور په شمول دې دې ټول هغه زورواکي محاکمه او مجازات شي د خلکو په ځورونه او قانون ماتونه کې لاس لري.

د علي پور تر قضیې څو میاشتې مخکې ځانګړو ځواکونو د فاریاب په ولایت کې د جنبش ګوند یو سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري هم نيولی و او کابل ته یې راوست. چارواکي ښاغلي قیصاري د بشري حقونو په سرغړونې تورنوي.

د هغه له نیول کېدو وروسته په شمال کې د جنرال دوستم پلویانو مظاهرې وکړې او لویې لارې یې وتړلې. جنرال دوستم هم په دغه ترڅ کې په ترکیه کې له څه باندې یو کلن تبعید وروسته کابل ته راغی او خپلو پلویانو سره يې د قيصاري د خوشې کولو ژمنه وکړه چې ويل کېږي قيصاري دا مهال په کابل کې د دوستم په استوګنځای کې دی او پر وړاندې شوې دوسيې يې پر خپل ځای پاتې دي.

دا چې نوموړی به محاکمه شي او که نه د افغانستان د پوځ لوی درستيز شريف يفتلي وايي، له څېړنو وروسته که پر نوموړي تورونه ثابت شي نو هغه به مجازات او محاکمه کړي او که نه نو بې له قید او شرطه به يې بيرته خوشې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close