قيلوله (د غرمې خوب) د وينې فشار نورمال ساتي او د زړه د حملې مخنيوی کوي

کابل ټکی کام ۱۸وږی/ ۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

هره ورځ د غرمې پر مهال لږ خوب کول يا قيلوله د وينې د فشار په نورمال ساتلو او د زړه د حملې د ګواښ په کمولو کې مهمه ونډه لري، دغه خبرې په يوه تازه څېړنه کې معلومې شوې دي.

د برتانيې په پلازمېنه لندن کې د «يورپين سوسايټي اف کارډيولوجي» له لوري په شوې څېړنه کې ويل شوي دي، چې هره ورځ د غرمې پر وخت يو ساعت يا له دې لږ ډېر خوب کول د وينې د فشار په نورمال ساتلو کې ستره ونډه لري او انسان هغو ږوليو او داروګانو ته له اړتيا ژغوري، چې د وينې د فشار کمولو لپاره يې خوري.

د يوناني ډاکټرانو له لوري په شوې څېړنه کې څرګنده شوې ده، چې قيلوله د وينې زور کموي، چې له امله يې د وينې د فشار د کنترول دوايانو ته ډېره اړتيا نه پېښېږي، د هغوی په وينا دغه عادت د وينې فشار ۴سلنه راغورځوي.

د څېړونکو په وینا، اګر که دغه اندازه په ښکاره لږه برېښي، خو د وينې د فشار په اندازه کې ډېر لږ کموالی هم د زړه د حملې او فالج په څېر ناروغيو ګواښ لس سلنه کموي.

څېړنې زياته کړې ده، چې کوم وګړي د قيلولې عادت لري، هغوی د وينې د لوړ فشار له کبله د وينې د شريانو او د زړه د ناروغيو له لږ خطرې سره مخ وي.

د څېړنې په پای کې ويل شوي، چې د ورځې له قيلولې سره د شپې مناسبه اندازه خوب هم روغتيا ته ډېر ګټور دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close