كتاب: له ژونده خوند واخله – دویم عنوان

ليكوال: د.محمد العریفي

ژباړن: نصرت الله محمود

دویم عنوان

دوی ترې ګټه وانخیسته

زما په یاد دي چې مبایل ته مې پیغام راغی.. لیکلي وو: محترم شیخ صیب.. د ځان وژنې حکم څه ده؟

له پوښتونکي سره مې اړیکه ونیوله.. نو یو تنکي ځوان ځواب راکړ..

ما وویل: بښنه غواړم په سوال دې سم پوه نشوم.. یو ځل بیا یې تکرار کړه! نو په ډیر ساړه مزاج یې ځواب راکړ: سوال واضح ده.. د ځان وژنې حکم څه ده..

نو ومې غوښتل چې په ځواب سره یې حیران کړم، ومې خندل او ومې ویل: مستحب

چیغه یې کړه: څه؟!

ومې ویل: درته وایم، د ځان وژنې حکم مستحب ده.. خو څه فکر کوې که د ځان وژنې د طریقې په اړه سره مرسته وکړو..؟

ځوان چوپ شو..

ومې ویل: ښه ده.. نو ولې غواړې ځان وژنه وکړې؟

ویې ویل: ځکه چې دنده مې ونه مونده.. او خلک مې بد ګڼي.. او اصلا زه یو ناکامه انسان یم.. او.. او همداسې لګیا وو د خپلې ناکامۍ یوه اوږده قیصه یې راته وکړه.. چې څنګه د خپل شخصیت په جوړولو او د موجوده صلاحیتونو او وړتیاوو نه په ګټه اخیستلو کې پاتې راغلی..

او دا د ډیرو خلکو یو مشکل ده..

ولې زموږ یو کس ځان ته په کمه سترګه ګوري؟

او ولې ورته نور د غره په څوکه ښکاري او ځان ډیر کم ګڼي چې هلته ورسیږي.. او یا کم له کمه همداسې غره ته وخیژي لکه هغوی چې ورختلي..

ومن يتهيب صعود الجبال  ‍***   یعیش أبد الدهر بين الحفر

څوک چې غره ته له ختو ویریږي –  د هغه ژوند به وي په کندو مدام

پوهیږې څوک له دې کتاب نه ګټه نه اخلي، او یا د وړتیاوو لوړولو له بل هر کتاب نه؟!

دا هغه بیچاره سړی دی چې خپلو غلطیو ته تسلیم شوی او په خپلو وړتیاوو قانع شوی، او وایي: زه په همدې طبیت رالوی شوی یم.. او ورسره عادت شوی یم، او دا ناممکنه ده چې خپله طریقه بدله کړم.. او خلک هم په همدې طبیت راسره بلد شوی.. مګر دا چې زه د خالد په څیر فصیح شم.. یا د احمد په څیر مې خوله له خندا ډکه وي.. او یا د زیاد په څير خلک راسره مینه وکړي..

نو دا ناممکنه ده..

یوه ورځ له یوه مشر کس سره چې ډير زیات سپین ږیری وو په یوه عام مجلس کې کیناستم.. په مجلس کې نور ټول عوام وو..

او دې مشر د شاوخوا عوامو خبرې ورسره بدرګه کولې..

په مجلس کې یې له نورو عوامو سره هیڅ فرق نه کیدلو مګر دا چې د سپیني ږیري له رویه یې باید احترام شوی وی..

ما لنډې خبرې وکړې.. او د خبرو په جریان کې مې د شیخ عبدالعزیز ابن باز فتوی یادونه وکړه..

کله چې ما بس کړه.. نو دې مشر په ویاړ سره وویل: زه او شیخ ابن باز سره ملګري وو.. او له نن نه څلویښت کاله وړاندې مو یوځای له شیخ محمد بن إبراهیم نه په یوه جومات کې درس ویلې..

ما همداسې ورته کتل.. او ده په دې خبرو سره د زړه خبره راښکاره کړه.. دی په دې ډیر خوښ وو چې کومه ورځ د یوه بریالي سړي ملګری وو..

او ما له ځان سره وویل چې: اې بیچاره ولې ته د ابن باز په څیر بریالی نه شوې؟

کله دې چې لار وپیژنده نو ولې دې تعقیب نه کړه..؟

ولې ابن باز مري منبرونه، مدرسې او کتابتونونه پرې ژاړي.. او قومونه یې د کمي احساس کوي..

او ته چې سبا مړ شې.. شاید چې یو کس هم درباندې ونه ژاړي.. مګر د عادت او یا رواج له مخې!!

او ټول یوه ورځ شاید دا ووایو.. فلانکی مې پیژانده.. له فلانکي سره مې ملګري کړې وه.. له فلاني سره ناست وم!!

دا ویاړ نه ده.. ویاړ داده چې ته هم هغې لوړې څوکي ته ځان ورسوې چې هغه رسولی وو..

نو اتل اوسه او له همدا اوس نه دا عزم وکړه چې ټولې هغه لارښوونې به عملي کوې چې په ګټه یې باوري وې.. بریالی اوسه..

تروش تندی دې ورین کړه.. په زړیدلو شونډو دې موسکا راوله.. بخیلي دې په سخا بدله کړه.. غوسه دې په نرمۍ.. مشکلات په خوښۍ.. او له ایمان نه دې وسله جوړه کړه.. له ژوند نه خوند واخله.. ځکه ژوند لنډ دی د غمو لپاره وخت نه لري..

دا چې دا هر څه باید څنګه وکړې.. نو د همدې لپاره ما دا کتاب لیکلی له ما سره اوسه إن شاءالله چې خپل هدف ته به ورسیږې..

له موږ سره پاتې شو..

هغه اتل چې دا عزم او اصرار لري چې خپلې وړتیاوې لوړوي.. او له خپلو صلاحیتونو ګټه اخلي..

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close