كتاب: له ژونده خوند واخله

ليكوال: د.محمد العریفي

ژباړن: نصرت الله محمود

د ژباړن سریزه

ځیني کتابونه داسې وي چې د انسان زړه غواړي بیا بیا یې ولولي، او په هر ځل لوستلو داسې احساس کوي چې د لومړي ځل لپاره یې لولي، او یو نوی څه ترې زده کوي، د دوکتور محمد العریفي کتاب استمتع بحياتك (له ژوند نه خوند واخله) یو له همداسې کتابونو څخه دی، چې د ژوند له مهارتونو او وړتیاوو بحث کوي او داچې دا مهارتونه او وړتیاوې څنګه په ځان کې پیدا کولی شو، ترڅو د ژوند شیبې مو رنګیني او له خوښیو ډکې وي، د ژوند سختۍ په راحتونو بدلې کړو، پر ماضي د ژړیدلو پر ځای وړاندې وګورو او د ژوند له نوو فرصتونو استفاده وکړو، ترڅو د ځان او نورو لپاره د خوښیو زیري راوړنکي شو، دا او دې ته ورته نور ډیر څه دي چې په دې کتاب کې پرې بحث شوی، او په عملي مثالونو سره روښانه شوې چې زموږ د هر یوه لپاره ممکن ده چې په ځان کې مثبت بدلون راولو هغه چې ارزو یې لرو..

دوه کاله وړاندې کله چې د لومړي ځل لپاره دا کتاب ما ولوست ډير زیات مې خوښ شو اراده مې وکړه چې ویې ژباړم یو څه معلومات مې وکړل مطمئن شوم چې کتاب پښتو ته نه دی ژباړل شوی، نو په ژباړه مې شروع وکړه خو د کتاب یو څه حصه مې لا ژباړلې وه چې خبر شوم د کتاب دوه درۍ پښتو ژباړې نورې هم شته نو په همدې اساس مې ژباړه ناتمامه پریښوده ځکه نور ډیر اولویتونه وو چې باید وخت ورکړل شوی وی، نو اوس تقریبا له ژباړې دوه کاله وروسته مې هغه ورقې په خپله المارۍ کې وموندلې مناسبه مې وګڼله چې همدا ژباړل شوې برخه همداسې ناتمامه نشر کړم څو ملګري ترې ګټه پورته کړي، امید ده چې د خوښې وړ مو وګرځي.

ـــــــــــــــــــــ

له ژوند نه خوند واخله

‍شپاړس کلن وم چې د ډیل کارنګي کتاب (فن التعامل مع الناس) مې تر لاسه کړ، ښکلی کتاب وو، بیا بیا مې ولوست.

‍‍لیکوال یې لارښوونه کړې وه چې کتاب دې هره میاشت ولوستل شي.. ما همداسې وکړل.. هر کله به چې د یو چا سره مخ کیدلم دا قواعد مې عملي کول، نو د دې کار نا اشنا پایلي مې ولیدلې.

ډيل کارنګي به یو اصل ذکر کاوو او د هغه لاندې به یې د مشهورو خلکو مثالونه او واقعې راوړلې لکه د روزولټ.. لنکولن.. جوزف.. مایک.. او داسې نور.. خو کله چې ما خپل تاریخ مطالعه کړ نو د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- او صحابه وو په سیرت کې او د خپل امت د غوره خلکو په دریځونو کې مې ډیر داسې څه وموندل چې زمونږ لپاره یې بسنه کوله او له دوی نه یې مستغني کولو.. نو له همدې وخت نه مې د خلکو سره د تعامل په اړه د دې کتاب په لیکلو پیل وکړ، نو دا کتاب چې ستاسو په لاسونو کې دی د یو میاشت او یا یو کال پیداوار نه دی.. بلکې دا زما د شلو کلونو د مطالعې او تحقیق نتیجه ده..

که څه هم تر اوسه الله تعالی په ما تقریبا د شلو کتابونو د لیکلو پیرزوینه کړې.. خو ما ته په خپلو کتابونو کې تر ټولو ګران او قیمتي کتاب.. او عملاً زیات ګټور کتاب –زما په ګومان- همدا کتاب دی.. چې د کلماتو په لیکلو کې له رنګ سره زما ویني ګډي شوي.. د صفحو په منځ کې یې زما روح اوسي.. او زما یادونه پکې دیره دي..

نو دا له یوه زړه نه بل زړه ته کلمات دي..

او په الله قسم چې زما له زړه نه دا کلمات په همدې امید وتلي ترڅو ستا په زړه کې ځای ونیسي.. او پرې ښیرازه شي..

زما د خوښۍ به څه حال وي که پوه شم چې د دې پاڼو یوه لوستونکي هغه څه عملي کړي چې پکې راغلي.. او بیا ده او نورو دده د وړتیاوو د لوړیدو احساس کړی وي..

او د خپل ژوند نه یې لا نور خوند اخستی وي..

او بیا په خپل لاس د مننې یو لیک ولیکي.. او په هغه کې د خپلو احساساتو او رایې رښتوني انځور ګري وکړي.. او بیا یې د بریښنالیک او یا مبایل پیغام له لارې د دې کرښو لیکونکي ته راواستوي..

نو زه به یې د مهربانۍ منندوی وم.. او له په غیاب کې به ورته دعاء کوم.. له الله تعالی څخه غواړم چې په دې پاڼو سره خلکو ته ګټه ورسوي.. او خاص د خپل رضا لپاره یې وګرځوي..

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close