كعبې شريفې ته نن نوې جامه ورواغوستل شوه

کابل ټکی کام ۰۱میزان/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د مسجد حرام د چارو رياست له عادت سره سم نن د عرفې په ورځ له سهار وروسته کعبې شريفې ته نوې جامه ورواغوسته او تېره جامه يې ترې لرې کړه.

ياد رياست هر کال په همدې ورځ د کعبې شريفې زړه جامه لرې کوي او له سوچه ورېښمو جوړه نوې جامه وراغوندي.

کعبې شريفې ته د جامې اغوستو په چارو کې ۸۶ ماهرينو ونډه درلوده.

جامه له پنځو برخو جوړه ده، چې څلور برخې يې د کبعې څلور لوري پټوي او پنځمه يې د کعبې پر دروازه راځړېږي.

kabaa1

ياده جامه ۱۴ متره پورته والی او ۴۷ متره اوږدوالی لري چې قراني آيتونه په کې کښل شوي وي.

هېره دې ونه وي، چې د کعبې پر جامه ۲۲ مليون رياله (۶ مليون ډالر) خرڅ شوی دی، چې له سوچه ورېښمو جوړه، په تور رنګ رنګ شوې وي او نږدې ۷۰۰ کلو خام ورېښم او ۱۲۰ کلو د سرو او سپينو زرو تارونه په کې کارول شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close