لاريوانوالو د کابل- کندهار لويه لار تړلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۲) د غزني سیمه ييز چارواکي وايي، د دغې ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د درې تنو د وژل کېدو په اعتراض کې سيمه ييز خلک راوتلي او د کابل کندهار لويه لاره يې د هر ډول ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د قره باغ ولسوال صاحب خان الهام وايي، تېره شپه څو کسانو پر يوه کور برید وکړ، دوه تنه يې ووژل او دوه مېرمنې يې ټپيانې کړې او دوه تنه نور يې له ځان سره يوړل.

هغه وايي، څو مياشتې مخکې د نېختې او شېراباد کليو اوسېدونکو د اوبو پر سر شخړه کړې وه، ښايي دغه ستونزه د هماغې مسلې څخه جوړه شوې وي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن سهار رسنيو ته وويل، په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي دي.

د شيراباد يوه اوسېدونکی غلام حيدر خان وايي، چې د تېرې شپې بريد د نيختې سيمې د څو تنو سيمه ييزو پوليسو په همکارۍ شوی دی.

د غزني د ولايتي شورا غړی امان الله کامراني وايي، پېښه د دوو قومونو د خپلمنځي اختلافاتو له کبله رامنځته شوې او هره ورځ د دوی تر منځ دښمنۍ زياتېږي.

نوموړي له حکومت غوښتنه وکړه، چې په دې اړه دې جدي اقدام وکړي او نورو ناوړه پېښو مخه دې ونيسي.

د کامراني په خبره، لاريونوالو د کابل کندهار لاره د موشکي په سيمه کې تړلې او ښايي ځينې اعتراض کوونکي د غزني ښار ته ولاړ شي او په مظاهرو لاس پورې کړي.

هغه زياته کړه، د دغې قومي شخړو شاته ځينې سياسي مشران او بهرنۍ استخباراتي کړۍ لاس لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close