لاسنجلس ټایمز: که ټرمپ افغان جګړه ختمه کړه، لویه بریا به وي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۶)

د امریکا لاسنجلس ټایمز ورځپاڼې په یوخپره شوې مقاله کې د امریکایي دیپلوماتانو له قوله لیکلي، که امریکا افغان جګړې ته د پای ټکی کیښود، دا به د سپینې ماڼۍ لپاره لوی بری وي.
ورځپاڼه لیکي، دا تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه ده، چې په ختمولو سره به یې امریکایان د خوښۍ جشنونه ونیسي.

په مطلب کې د امریکایي سناتور راندپال له قوله لیکل شوي، اوس ټرمپ هم دې نتیجې ته رسیدلی چې نور دې بې ګټې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او له هرې ممکنه لارې په استفادې سره نور پر امریکایي ولس د مالیو ورکولو دروند بار را کم کړي.
لاسنجلس ټایمز ویلي، امریکایي دیپلوماتانو ګړندۍ هڅې پیل کړې، څو د یادې جګړې د ختمولو لپاره له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي.
امریکایي رسنۍ وایي، ښایي، طالبان له دې موقع څخه اعظمي استفاده وکړي او د امریکا ستراتیژیک افغان یاران څنډې ته کړي.
سرچینه زیاتوي، پر امریکایي اداره د لوړو مالیو ورکولو لوی بوج دی او ښایي له همدې امله کانګرس او ټرمپ په همغږې توګه د یادې جګړې پای ته رسولو ته تلولي وي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close