لانګ وار ژورنال: طالبانو اجرستان ونیو

وحید فقیري

د لانګ وار ژورنال د اګسټ پر ۱۲ باندي لیکي چي طالبانو د غزني ولایت د اجرستان ولسوالي نیولې ده، او د افغان کومندو هغه عسکر ئې تباه کړي دي چي د اجرستان ولسوالۍ د دفاع لپاره ټاکل سوي ول. ویل کېږي چي پدې جنګ کي قریب ۱۰۰ (سل) تنه افغان کومندو عسکر وژل سوي دي، او نورو ئې غرونو ته پناه وړې ده.

د لانګ وار ژورنال لیکي د طالبانو ویب سایټ، د جهاد ږغ، وايي چي طالبانو د اجرستان ولسوالي کاملا فتح کړې ده، او هلته ئې د دوښمن بدنامه قومندان، باېدو، وژلی دئ.

لانګ وار ژورنال لیکي: طالبانو ثابته کړه چي کولای سي په عین زمان کي څو ځایونه په نښه کړي،‌ او ښه نتایج تر لاسه کړي. طالبانو په وردګ کي د کابل – کندهار لویه لاره بنده کړې ده، او په عین وخت کي ئې د غزني پر ښار باندي خپل فشار لا زیات کړی دئ.

لانګ وار ژورنال کاږي د افغان کومندو عسکر په ښو وسلو سمبال دي، او د افغانستان په فوج کي بهترینه قوه بلل کېږي. هغوی ته امریکايي عسکر روزنه ورکوي، خو په اجرستان کي طالبانو د هغوی اډه ونیوله، او درنه مرګ ژوبله ئې ور واړوله.

لانګ وار ژورنال لیکي دا چي طالبانو د افغان قومندو اډه فتح کوي، او زیات شمېر کومندو عسکر وژني، دا خبره پر دې دلالت کوي چي د افغان کومندو موثریت کم سوی دئ، او عسکر ئې ستړي سوي دي.

اسوشییتد پریس: امریکايي فوجیان غزني ته تللي دي چي افغان عسکرو سره مرسته وکړي

اسوشییتد پریس د اګسټ پر ۱۲ باندي لیکي چي متحده ایالاتو خپل نظامي مشاورین غزني ته استولي دي چي هلته د افغان عسکرو سره مرسته وکړي. پر غزني باندي د طالبانو حمله د هغوی نظامي قوت ښيي، ځکه هغوی د ښار په زړه ورننوتلي دي.

اسوشییتد پریس لیکي چي پر غزني باندي طالبانو حمله پداسي وخت کېږي چي د طالبانو یو هیات اوزبکستان ته تللی وو، او هلته ئې څلور ورځي د اوزبک چارواکو سره مذاکرات لرل. د هغوی دا سفر دا ښيي چي طالبان په سیمه کي سیاسي قدرت او ملګري پیدا کوي.

وریټرز: طالبان د غزني د بشپړ نیولو هڅه کوي

وریټرز د اګسټ پر ۱۲ لیکي طالبانو په غزني کي خپلو حملو ته زور ورکړی دئ، او غواړي چي ټول ښار فتح کړي. په پارلمان کي د غزني وکیلان وايي چي طالبان د ښار پر ډیرو برخو باندي حاکم دي. چمن شاه اعتمادي وايي،«یوازي د ولایت مقام، د پولیسو ماموریت، او د ملي امینت دفتر د حکومت په لاس کي دئ، او طالبان کوښښ کوي چي دا ځایونه هم ونیسي.»

د غزني د ښار اوسېدونکي وايي چي د مړو جسدونه هر ځای پراته دي. او په ښار کي طالبان ګزمې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close