لانګ وار ژورنال: طالبان په تعرضي حالت کې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۳)

د امريکا څخه خپرېدونکې لانګ وار ژورنال خپرونې په يوه مطلب کې په پکتيکا او سمنګان ولايتونو کې د طالبانو د وړمې ورځې بريدونو ته په اشارې ويلي چې دا طالبان لا هم په تعرضي حالت کې دي او د امريکايي ځواکونو هغه ادعا چې د جګړې توان يې له لاسه ورکړی سمه نه ده.

لانګ وار ژورنال ليکي، طالبانو د تيرې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د پکتيکا خوشامند او سمنګان دره صوف کې زياتې سيمې يې له دولتي ځواکونو نيولي او تر خپل حاکمیت لاندې يې راوستي دي.

په مطلب کې راغلي، که څه هم افغان چارواکي د طالبانو دغه ادعا نه تاييدوي خو ځايي امنيتي سرچينې وايي په يادو سيمو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ سختې جګړې شوي دي.

طالبانو وړمه ورځ د پکتيکا د خوشامند ولسوالۍ د نيول کېدو او تيره ورځ د غزني د اندړ، او تازه د آب بند ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ د نيولو خبر ورکړی دی.

د لانګ وال ژورنال خپرونه وايي، که څه هم امریکايي چارواکي ادعا کوي چې طالبان يې له خپو غورځولي او د حملو توان نه لري خو زياتوي چې د طالبانو ورته ډول بريدونو څخه لیدل کېږي چې هغوی لا هم په تعرضي حالت کې دي او د امريکايي چارواکو ادعا ناسمه ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close