لاهورکې د یوې فابريکې د نړېدوله امله ۱۰ تنه وژل شوي دي

 (کابل ټکی کام :چارشنبه ،لړم ۱۳ ،۹۴ ۱۳ل)

د پنجاب ایالت لاهور ښار په یوه سوداګريزه سيمه کې د یوې فابريکې د نړېدو له امله لس تنه مړه او۳۷ تنه ټپيان شوي دي  .

دغه پېښه د «سندر انډسټریل اسټیټ» سیمه کې رامنځ ته شوې .

دسيمې چار واکي وایي چې، د نړېدلې ودانۍ په کنډوالو کې یو شمېر کارکونکي اوس هم بند پاتې دي .

ويل شوي دي چې دغه درې پوړيزه فابريکه د پلاستيک جوړنۍ وه، چې په وروستۍ زلزله کې زیانمنه شوې وه .

اوس مهال د پېښې ځای ته د ژغورنې عمله ور رسېدلې، غټ ماشینونه د پېښې ځای ورغلي او په کاريي پیل کړی چې، له ډبررو او دیوالونو لاندې بند پاتې کارکونکي را وباسي .

دغه راز ويل شوي دي چې دا یوه لرغونې ودانۍ وه چې ړنګه شوه، لاهور کې دیته ورته پېښې پخوا هم رامنځ ته شوي یو شمېر لرغونې وداني نړېدلي او مرګ و ژوبله يي اړولې دی.

د یادونې وړ ده چې، درې کاله وړاندې هم په «ګنجان آباد» کې یوه ودانۍ نړېدلې وه ۲۱تنه يي وژلي وه او تېرکال «دروغه والا» سیمه کې پر مسجد د لمانځه پر مها یوه ودانۍ ړنګه شوې وه چې ۲۲ تنه پکې وژل شوي وه .

حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close