لا هم د کنړ ځنګلونو پرې کولو لړۍ روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۹)

د کنړ خلک او سيمه ييزې خبري سرچينې وايي، چې لا هم د دغه ولايت د ځنګلونو قاچاق او پرې کول د چارواکو او زورواکو له لوري ښه په درز کې روان دي.

د دغه ولايت د کرنې او مالدراۍ ريايست مسوولين وايي، که څه هم په وروستيو کې د ځنګلونو پرې کول کم شوي زياتوي چې لا هم په څوکۍ، اسمار او چپه دره ولسواليو کې د ځنګلونو پرې کولو چارې روانې دي.

د کرنې رييس وايي، په روان کال کې د دغه ځنګلونو د ساتنې په موخه د دوه سوه ميليونه افغانيو ژمنه شوې دغه راز زياتوي سيمه ييز خلک د ځنګلونو د ساتنې لپاره يوه کميټه هم لري خو ياده کميټه په دې نه ده توانېدلې چې د چارواکوا له لوري د دغه ځنګلونو د پرې کولو او د هغې د قاچاق مخه ونيسي.

د کنړ اوسېدونکو تر دې مخکې هم ويلي و چې د ځنګلونو په پرې کولو او قاچاق کې افغان چارواکي لاس لري او د هغوی په همکارۍ په قاچاقي لارو پاکستان ته وړل کېږي.

د اسمار اوسېدونکی ګل اسلام وايي، پخوا په دغه ځنګلونو کې سل کلنې ونې، ځنګلي ځناور او ډول ډول مرغانو شتون درلود چې د جګړو او نا امنيو په راتلو سره د خلکو او زورواکو له لوري ووهل شوې او دا مهال ډيره برخه ځنګلونه سپيره دي، هيڅ قسم حيوانات پکې نه ليدل کېږي.

د ځايي اوسېدونکي په وينا، د کنړ د ځنګلونو د ساتنې او بيا رغونې لپاره ميليونونه پيسې منظور شوي خو د چارواکو له لوري پر ځای نه دي لګول شوي او ټولې شخصي جیبونو ته اچول شوي دي.

د افغانستان د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې له ۱،۹ میلیون هکتاره ځنګلونوڅخه ۷۰۰ زره هکتاره یې د جګړو او را وروسته وختونو کې وهل شوي او له منځه تللي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close