لدې وروسته به افغانان د اشغالګرو په ژمنو څرنګه باور وکړي!؟

کابل ټکی کام ۱۱ وږی

نوري

د ۲۰۱۴ز کال د دسمبر میاشتې د پای ورځې وې چې په افغانستان کې د اشغالګرو لخوا د جګړې د پای رسېدو اعلانونه کېدل، له واشنټنه تر کابله د ویناو ږوږ او شور ماشور و، کنفرانسونه و، د پوځي عملیاتو د پای  ته رسولو په موخه رسمي غونډې جوړې دې، د اشغال کرغېړن بیرغونه راښکته کېدل، د افغانستان ولس د تېرایستلو لپاره تبلیغات روان وو، ګران ولس چې د اشغالګرو خوځښتونه یې څارل په شک او تردد کې راګیر پاته و، یو لوري ته د مکار دښمن د دسائسو نه ویره او بل لوري ته د آزادۍ زیري.

پوځي او سیاسي کارپوهانو له ابتدا نه ویل چې امریکا د ماتې په درشل کې هڅه کوي چې ځانته د اوړو پوزه جوړه کړي، د خپل ولس او نړیوالو په سترګو کې خاورې شیندي، په مستقیم ډول افغانستان نشي کنترولولی، اوس نوې لوبه پیلول غواړي چې هغه د خپلو لاسپوڅو په ذریعه د دې هیواد تسخیر دی.

په تېرو اتو میاشتو کې (د ۱ جنوري ۲۰۱۵ز نه تر ۳۱ اګست ۲۰۱۵ز پوري) د یرغلګرو پوځي تحرکاتو، په مختلفو ولایاتو او سیمو کې، د هغوی بمباریو او په جګړو کې ګډون څرګنده کړه چې دښمن نه رېښتونی دی او نه هم خپلو کړو وعدو ته د ژمنتیا هوډ لري، هیڅکله هم په خپله خوښه زمونږ له ګران هېواد څخه د وتلو اراده نلري، بلکې د پخوانیو یرغلګرو په څېر دوی هم د سپیڅلو مجاهدینو د تورو زور ته انتظار باسي.

د ۱۳۹۴هق کال د وږي(سنبلې) په ۴مه د مجاهدینو د بریالیو عملیاتو په پایله کې د موسی کلا سترې فتحې د یرغلګرو له دوه مخي سیاست نه نوره هم پرده پورته کړه، د جګړې د پای په هکله د پوچو تبلیغاتو طومارونه یې تار په تاره شول.

یرغلګرو د موسی کلا له فتحې مخکې هم په خورا سپین سترګۍ اعلان وکړ چې د ګوډاګيانو په ملتیا یې د دوی په خبره د موسی کلا د سقوط د مخنیوي په موخه پر سیمه بمبار وکړ او ډېری مجاهدین یې په شهادت ورسول.

دا دی نن شپږمه ورځ ده چې یرغلګر + ګوډاګیان هوایي او ځمکني تعرضي بریدونه کوي، پر بې دفاع ولسي وګړو، کورونو او ماشومانو ړندي بمبارۍ کوي، د تعجب وړ ده چې پوره اته میاشتي وړاندې د جګړې د پای ته رسېدو سورڼی غږیدو، د دغو بې لوظو جګړمارو اشغالګرو خولې پړسولې وې او نن بیا عملا د جګړې په اور تېل شیندي.

افغان معزز ولس او د افغانستان اسلامي امارت به له دې وروسته څرنګه د اشغالګرو په وعدو او ژمنو باور وکړي؟ دوی ویل: افغانستان ودانوو خو ودان یې نکړ، دوی ویل: امن راولو خو د امن لا درک او څرک نشته، دوی ویل: ښه حکومت جوړوو خو جوړ یې نکړ، دوی ویل: د ۲۰۱۴ز کال په پای کې وزو خو ونه وتل، دوی ویل: جګړییز ماموریت یې پایته ورسید خو نن هم د جګړې په لومړي خط کې قرار لري؟!!.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close