لسګونه اسرائیلي کومانډویان د اماراتي ځواکونو ترچتر لاندې افغانستان ته راځي

 

راپورونه وایي چې اسرایل غواړي داځل د اماراتي ځواکونو په کتار کې افغانستان ته خپل پلي ځواکونه ولیږي.

روسي رسنیو خبر ورکړی چې، یاد ځواکونه غواړي په افغان جګړه کې د عملي جګړې تجربه ترلاسه او په یو لړ مهمو تمریناتو کې برخه واخلي .
تر دې وړاندې امریکایي رسنیو خبر ورکړی و ، چې اسرایل له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکایانو تر تابعیت لاندې جګړه مخته وړله او ددې هیواد ګڼ شمیر نظامي الوتکي د المان په ګډون د زیاتو اروپایي هیوادونو لخوا په افغان جګړه کې کاریدلې.

باید وویل شي چې؛ اسرایل او افغانستان کومې دیپلوماتیکې اړیکې نه لري نو له همدې امله د دې هیواد پوځیان خپل پوځي او لوجستیکي پرسونل د نورو هیوادونو تر چتر او تابعیت لاندې افغانستان ته رالیږي.

رسنیو خبر ورکړی چې د متحده عرب اماراتو تر چتر لاندې به دا لیږل شوي یهودي ځواکونه په استخباراتي تمریناتو کې د مهارتونو ترلاسه کولو هڅه هم وکړي.

امارات اسرایل

د یادونې وړ ده چې امارات غواړي د یوه توافق ترمخه افغانستان ته ۲۰۰ ځواکونه ولیږي چې د رسنیو د راپورونه ترمخه، په دې ډله کې ۹۰ کسه اسرائیلي او پاتې نور پاکستاني او د ځینو نورو هیوادونو جنګیالي دي چې د عرب اماراتو تر بیرغ لاندې به روانه جګړه مخته وړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close