لسګونه افغان عسکر د نظامي روزنې لپاره روسیې ته استول کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۲)

په داسې حال کې چې امریکا هڅې پیل کړې څو روس پلوي زاړه جنرالان د پوځ له لیکو د تقاعد په پلمه لرې کړي او بر همدې اساس یې ورته د تقاعد موده هم را کمه کړې، تازه د روسیې سفیر ویلي چې افغان حکومت ورڅخه غوښتي څو یې ځواکونه په نظامي جنایي زدکړو وروزي.
په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر متنسکي وایي، ۴۰ تنه افسران به په راتلونکې اونۍ کې روسیې ته په جنایي برخه کې د زدکړو لپاره ولیږدول شي.
نوموړي ویلي، دا افسران به په یوه شپږکلنه دوره دغه هیواد ته ځي او هلته به په جنایي برخه کې خپلې زدکړې بشپړوي.
روسي سفیر ویلي، روسیه له ۲۰۰۱ کال را په دې خوا هرکال ۲۲۵ بورسونه د کورنیو چارو وزارت ته ورکوي چې له ډلې یې ۱۸۵ لنډمهالي او ۴۰ هم د اوږدمهالو زدکړو لپاره دي .

متنسکي وایي، روسیې له ۲۰۱۱ را په دې خوا ۲۲۰۰ نظامي بورسونه افغانستان ته ورکړي چې په بیلابیلو برخو کې یې افغان عسکرو ته روزنه ورکړې.
د کورنیو چارو وزارت په نظامي برخه کې د روسیې مرستې بیسارې بللې او د دغه هیواد همکاري یې غوښتې.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close