لغمان: د بېرته ستنو شويو دولس زره کډوالو لپاره ښارګوټی برانستل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۲۱) الماس خدرخېل

په لغمان ولايت کې د بېرته ستنو شيويو دولس زره کډوالو لپاره ښارګوټی پرانستل شو او د ځمکو د ويش لړۍ پيل شوه.

د کډوالو لپاره دغه ښارګوټی د لغمان ولايت د باباصيب په سيمه کې په نظر کې نيول شوی.

نوموړی ښارګوټی د شنبې په ورځ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزير او يو شمير نورو دولتي چارواکو له خوا يې پرانسته وشوه.

د کډوالو چارو وزير د شنبې په ورځ رسنيو ته وويل: ((يو تعداد نمرې نن توزيع شوې او د نمرو توزيع روانه ده، دولس زره نمرې دلته په نظر کې نيول شوي، چې د دولس زره کورنيو لپاره توزيع کېږي)).

نوموړي زياته کړه، چې په دې ښارګوټي کې د اوبو مشکل شته چې دا هم مونږ په نظر کې نيولی او ډير زر  به يې فعال کړو.

په ورته وخت کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل چې ((ډېر د خوښۍ ځای دی چې د دولس زرو مستحقو کډوالو ښارګوټی پرانېزو، په دې ښارګوټي کې به زموږ مستحق کډوال ځای پر ځای کېږي، پروسه به یې ډېره شفافه وي، مکتبونه، کلېنیکونه او نور ټول لازم سهولتونه به هم دلته جوړېږي)).

بل پلو د لغمان د ولايتي شورا غړي عبدالظاهر حسين خپل له دولته نه غوښتنه وکړه، چې د نمرو ويش په شفافيت سره ترسره کړي.

د يادونې ده، چې د بابا صيب په سيمه کې دغه ښارګوټی چې په درې زره جريبه ځمکه کې په پام کې نيول شوی، يواځې د لغمان ولايت پر هغو اوسېدونکو ويشل کېږي چې له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.

بايد وويل شي، چې له پاکستانه ستانه شوي کډوال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ميشت دي، چې د يو شمير سختو مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close