لغمان: د ترافیکي پیښې له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۳)

نن غرمه مهال د کابل جلال اباد پر لویه لاره د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سرکنډو بابا په سیمه کې یوه لویه ترافیکي پیښه رامنځته شوې، چې ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
عیني شاهدان وایي، پیښه د یوه هینو موټر او یوې بکسې تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې.
په یاده پیښه کې ۷ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي ، چې د درې تنو جسدونه د هویت د ناڅرګندتیا له امله لا هم د لغمان ولایت په ملکي په روغتون کې پراته دي.

داپیښه داسې مهال رامنځته کیږي، چې څو ورځې وړاندې د کابل – کندهار پر لویه لار هم ورته بوږنونکې ترافیکي پیښه شوې وه چې په کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

باید وویل شي چې، طالبانو تیره ورځ یوځل بیا د لویو لارو موټر چلوونکو ته اصول او کړنلارې نشر کړې او خبرداری یې ورکړ چې که هرشرکت له یادو اصولو سرغړونه وکړه، د فعالیت جواز به یې لغوه کړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close